ads

د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ استراليا ته ځي

ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ د ۲۰۱۵ كال د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې د ګډون په هدف د اسټراليا په لور روانه شي. ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ د ۲۰۱۵ كال د كركټ د […]

نویسنده: TKG
8 سلواغه 1393
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ استراليا ته ځي

ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ د ۲۰۱۵ كال د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې د ګډون په هدف د اسټراليا په لور روانه شي.

ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ د ۲۰۱۵ كال د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې د ګډون په هدف د اسټراليا په لور روانه شي.

د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، چې د كركټ ملي لوبډله به د نړيوال جام له سياليو مخكې د هند، متحده عربي اماراتو او دوو ځايي لوبډلو سره څلور تمريني لوبې ترسره كړي.

د هغه په وينا، افغان لوبډله به د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د راتلونكې فبرورۍ مياشتې په اتلسمه نېټه د بنګله دېش په وړاندې ترسره كړي.

د يادونې وړ ده، چې د كركټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سيالۍ د فبرورۍ مياشتې په څوارلسمه نېټه په اسټراليا او نيوزيلنډ کې پيل شي.

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې څو ورځې وړاندې د نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په هدف په متحده عربي اماراتو كې د ايرلنډ او سكاټلنډ له لوبډلو سره څلور يو ورځنۍ لوبې ترسره كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA