ads

په کندهار کې دوکانداران افغانۍ نه اخلي

د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت لاهم په پراخه كچه پاكستانۍ كلدارې كارول كېږي او ډېری دوکانداران افغانۍ بیخي نه اخلي. د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت لاهم په پراخه كچه پاكستانۍ كلدارې كارول كېږي او ډېری دوکانداران افغانۍ بیخي نه اخلي. دوى وايي، له […]

نویسنده: TKG
6 سلواغه 1393
په کندهار کې دوکانداران افغانۍ نه اخلي

د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت لاهم په پراخه كچه پاكستانۍ كلدارې كارول كېږي او ډېری دوکانداران افغانۍ بیخي نه اخلي.

د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت لاهم په پراخه كچه پاكستانۍ كلدارې كارول كېږي او ډېری دوکانداران افغانۍ بیخي نه اخلي.

دوى وايي، له پاکستان سره د کندهار ګډه پوله، له هغه ځايه په زياته اندازه واردات، د ملي سوداګرو بې پروايي او د دولت له خوا د منظم سيسټم نشت، د دې سبب شوى چې پاکستانۍ کلدارې تر اوسه هم په دغه ولايت كې د افغانيو په پرتله پراخ چلښت ولري.

د کندهار اوسېدونکی ۲۷ کلن حافظ احمدشاه وايي، زياتره دوكانداران او سوداګر يې ليدلي چې خپلې سوداوې له كلدارو پرته په افغانيو نه پلوري. دى وايي، د سوداګرو دا ډول چلند خلك اړ كړي چې خپل معاشونه او لاسته راغلې پيسې په كلدارو واړوي او د ضرورت وړ سودا پرې راونيسي:(( دلته ټول سوداګر يوازې په كلدارو سودا ورکوي، كه دوى افغانيو ته ارزښت وركولى؛ نو اوس به ستونزه نه وه، موږ خپه يو چې تر اوسه هېچا له دوى پوښتنه نه ده كړې.))

د كندهار صرافۍ ماركيټ استازى قندي اغا هم دا خبره تاييدوي چې په صرافيو كې ورسره تر ټولو زياتې افغانۍ په ډالرو او كلدارو تبادله كېږي:((دلته خو هرڅه په كلدارو او ډالرو روان دي.))

په کندهار کې د صرافۍ بازار بل غړی عبدالمالك بيا وايي كه حكومت په ښار کې د کلدارو په تبادلې بندیز ولګوي؛ نو په لږ وخت کې به د افغانۍ چلښت ته زمینه برابره شي.

عبدالمالك له حكومته غواړي، په كندهار كې ټول هغه سوداګر او دوكانداران جريمه كړي چې په کلدارو مالونه پلوري:(( كه حكومت دلته يو څو لوى سوداګر جريمه كړي او يو څو تنه زندان ته واستوي، دوكانونه يې ور وتړي؛ نو ايله به خلك مجبور شي چې افغانۍ وكاروي.))

خو د كندهار يو شمېر دوكانداران وايي، اوبه له دوى نه، بلكې له بره خړې دي. د كندهاري دوكاندارانو په وينا، كه حكومت د هېواد په كچه لوى سوداګر دې ته اړ كړي چې خپل مالونه په افغانیو پر دوی وپلوري؛ نو دوی به هم پرچون سوداوې په افغانیو عرضه کړي.

سميع الله د کندهار ښار په زړه كې د چاى او ګوړې دوكان لري، نوموړی وايي، دوی هڅه کوي چې د پلور پرمهال افغانۍ واخلي، خو نه له خلکو سره افغانۍ وي او نه دوی ګټه په کې کوي:(( زه په كلدارو سودا راوړم، كه په افغانيو يې وپلورم، بله ورځ افغانۍ راغورځي او لوى تاوان بايد ومنم، تاسې داسې وكړئ چې حكومت باندې فشار راولئ، تر څو هغوى لوى سوداګر اړ كړي چې له موږ سره په افغانيو  راكړه وركړه وکړي.))

د كندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بينا بیا د کلدارو په رواجولو کې دوكانداران  او واړه سوداګر نه ملامتوي. د نوموړي په خبره واړه سوداګر او دوکانداران کلدارې له بدې ورځې کاروي، ځکه ډېری مالونه په قاچاقي لارو کندهار ته واردیږي چې ټول په کلدارو اخستل شوي وي: ((کندهار ته د مالونو د راوړلو ۲۵۰ لارې راماتې دي، دغه راز په کندهار کې افغانۍ هم کمه ده او لږ چاپ شوي.))

بینا وړاندیز کوي چې د کلدارو د چلښت د مخنیوي لپاره افغان حکومت باید ښه بانکي سیستم رامنځته او د افغانۍ د دودولو لپاره نوې لارې چارې ولټوي:(( که افغانۍ ثابته شي او ثابت بانكې سيسټم ورته جوړ شي؛ نو تاجر به له تاوانه راګرځېدلی وي او خپل کاروبار به په افغانيو پيل کړي.))

خو دا منظم سيسټم بايد څه ډول وي؟ او افغان حكومت يې څنګه رامنځته كولى شي؟ په دې اړه د کندهار صرافۍ مارکيټ نماينده قندي اغا وايي، دولت بايد په بهرنيو هېوادونو كې داسې بانكي سيسټمونه جوړ کړي چې له مخې يې پاکستانۍ کلدارې افغانستان ته داخلې نه شي او په څنګ كې يې افغانۍ هم ثابتې وساتل شي:(( كه پاکستان، ايران، دوبۍ او نورو هېوادونو كې يو بانكي سيسټم جوړ شي او هلته يو سوداګر مېوه خرڅه کړي، پيسې يې بانک ته تحويل کړي او بانک په افغانستان كې ورته په هماغومره ارزښت افغانۍ وركړي؛ نو دا يو ښه بانكي سيسټم کېدای شي.)) دى وايي، دا ډول سيسټم پخوا په افغانستان كې موجود و، خو اوس نه شته او كه بيا فعال شي؛ نو د افغانيو ثبات هم ورسره تر ډېره ممکن دی.

په كندهار كې مو چې د کلدارو د چلښت په اړه د افغانستان بانك اداره او امنيه قومنداني وپوښتله؛ نو په دغه ولايت كې د افغانستان بانك رئيس سردار اغا او د امنيه قومندانۍ وياند ضيا دراني ځواب دا و چې د افغانيو رواجول او د پاكستاني كلدارو مخنيوى د دوى دنده نه ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA