د غزني اوسېدونكي وايي، باوري دي چې افغان ځواكونه د ناټو د پوځي ماموریت په پای ته رسېدو د هېواد امنيتي چارې په ښه توګه سمبالولى شي، خو په څنګ كې يې له افغان ځواكونو غواړي چې له ولس سره ښه چلند وکړي او د خلکو زړونه وګټي.
د غزني اوسېدونكي وايي، باوري دي چې افغان ځواكونه د ناټو د پوځي ماموریت په پای ته رسېدو د هېواد امنيتي چارې په ښه توګه سمبالولى شي، خو په څنګ كې يې له افغان ځواكونو غواړي چې له ولس سره ښه چلند وکړي او د خلکو زړونه وګټي.
په غزني كې د ځوانانو ټولنې غړى رحمت الله مرجان خېل وايي، دا ورته د وياړ ځاى دى چې اوس افغان ځواكونه د خپلې خاورې امنيت په خپله ساتي، خو دى سپارښتنه كوي چې دغه ځواکونه باید له ولس سره په چال چلند کې نرم واوسي.
مرجان خیل استدلال کوي چې اوږدو ناخوالو، په دولت كې موجود فساد او د دولت د وسله والو مخالفانو تبلیغاتو د حکومت او خلکو ترمنځ واټن زیات کړی دی، هغه وايي:(( يو خو وسله وال مخالفين تبليغات كوي او بل په ځينو مواردو كې د ځواكونو ناوړه چلند او حكومتي فساد هم د دې سبب شوى چې خلك يو څه متنفره شي، ځكه نو ملي ځواكونو ته پكار ده چې په ولسي رويه کې تغییر راولي.))
د غزني ولایت د ځوانانو د مدني خوځښت غړى علم ګل هم له امنيتي ځواكونو څخه د چال چلند د لا ښه كولو د غوښتنې تر څنګ پر دولت غږ كوي چې وسله وال ځواكونه په هر ډول تجهيزاتو سمبال كړي، تر څو په خبره يې چې خداى مه كړه د دوى په شكست د خلكو زړونه مات نه شي.
دى له افغان ځواكونو څخه ولسي ملاتړ ډېر مهم بولي، خو وايي دا ملاتړ د دوى د اخلاقي رويې د لا ښه والي تر څنګ په دې هم حاصلېږي چې افغان ځواكونه په هر ډګر كې دښمن ته غاښ ماتوونكى ځواب وركړي او ځايي خلك د دولت د مخالفانو له بېرته ستنېدو خلاص كړي:(( ځينو سيمو كې ملي ځواكونو سره خلك له دې وېرې هم ملاتړ نه شي كولى چې ډارېږي او فكر كوي كه ملي ځواكونه ولاړ شي طالبان به وروسته د دوى سرونه پرې كړي.))
دى همداراز وايي، په حكومت کې دننه د شته فساد له كبله ګڼو امنيتي كاركوونكو ته له كلونو كلونو خدمت وروسته هم امتيازات نه ورکول کېږي:(( موږ ځوانان دا هم نه منو چې د سرتېرو خدمتونه هېر شي، دوى بايد ونازول شي چې مورال يې لوړ شي، د دوى د ژوند د خونديتوب لپاره بايد تجهيزات هم په لوړه كچه واوسي.))
بلخوا د غزني د امنيه قومندانۍ د امنيت امر پاسوال اسدالله انصافي وايي، خپلو خلكو ته ډاډ وركوي چې ملي امنيتي ځواكونه به تر وروستۍ سلګۍ د دوى د ساتنې او دفاع په لاره كې قربانۍ وركوي او په خبره يې چاته به اجازه ور نه كړي چې د هېوادوالو د ورځني ژوند پر وړاندې خنډونه جوړ كړي.
دى وايي، د افغان ځواكونو پر پياوړتيا كار روان دى او دا وړتيا هم لري چې تر پايه د هېواد امنيتي مسووليتونه پر خپلو اوږو واخلي: ((امنیتی ځواکونه دا توان لري چی د هېواد او خلکو امنیت وساتي، خو زموږ هیله له ولس څخه دا ده چې له موږ سره همکار او ملاتړي واوسي.))
انصافي د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د داسې کسانو شتون هم مني چی له خلکو سره ناسم او بد چلند کوي، خو زیاتوي چې هغوی غیر مسلکي او ډېر کم شمېر دي چې په وینا یې د روزنې لپاره یې پروګرامونه په پام کې لري:(( كه له چا ناسم چلند شوى، هغوى مو كنټرول كړي، وسلو ته ضرورت نه لرو او د مرګ تر سلګۍ به هېواد وساتو.))
په غزني كې د ملي اردو د درېيمې پلې لېوا وياند نظيف الله سلطاني هم د دغه ولايت د ۱۷ ولسواليو د امنيت د ساتنې په برخه كې د ملي اردو د پراخو هڅو ډاډ ورکوي او وايي:(( يو نيم كال وشو چې هېڅ بهرنى سرتېرى په غزني كې نه دى پاتې، ټول امنيت موږ په خپله ساتو او تر مرګه به يې ساتو، وسلې او كميت مو پوره دى، همدا اوس هم ګڼ درانه مهمات لرو او عمليات مو هم روان دي.))


