د پاکستان پوځي چارواكي وايي، چې د دې هېواد جنګي جېټ الوتکو تېره ورځ ناوخته د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان په دته خېلو سيمه کې د مېشتو وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې لږه تر لږه ٣٥ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

دوى زياتوي، چې په وژل شويو کې پر پاکستاني طالبانو سربېره په ياده سيمه کې مېشت بهرني جنګيالي هم شامل دي، خو د هغوى د هويت په اړه يې څه نه دي ويلي.
د پاکستان پوځ وايي، چې دا هوايي بريدونه يې د دقيقو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي او زياتوي، چې د وسله والو ځينې مرکزونه يې هم له منځه وړي دي.
پاکستاني ځواکونو د تېر کال د جون په ١٥مه نېټه په شمالي وزيرستان کې د مېشتو وسله والو پر ضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي، چې اوس هم دوام لري.