د پکتيکا ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې مرکزي لېسې لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. د چارواكو په وينا، دغه ودانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د GPI ( د ښو کړنو د ستاينې پروګرام ) په څه كم ۱۷ ميليونه افغانۍ مالي مرستې جوړه
د پکتيکا ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې مرکزي لېسې لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د چارواكو په وينا، دغه ودانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د GPI ( د ښو کړنو د ستاينې پروګرام ) په څه كم ۱۷ ميليونه افغانۍ مالي مرستې جوړه شوه.
دغه يو پوړيزه ودانۍ ۱۲ درسي او څلور اداري خوني او نور اړین ملحقات لري، چې د جوړېدو چارې يې په تېرو ۱۱ مياشتو كې بشپړې شوې.
د پكتيكا د پوهنې رئيس کوچي ځاځي کلید ته وویل، د مټاخان ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره له دې نوې جوړې شوې ودانۍ به په يوه وخت کې نږدې دولس سوه زده کوونکي ګټه پورته کړي.
ځاځي وویل، چې په دې ولايت کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو کمښت د دوی چارې ټکنۍ کړي دي.
په پکتیکا کې د نشه يي توکو سره د مبارزې رئيس محمد طاهر يعقوبي وویل، ياده ودانۍ د يوولسو مياشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول رغول شوې ده.
يعقوبي له پکتيکاوالو غوښتنه وکړه، چې د پروژو د کيفيت په لوړولو کې له دوی سره مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د نشه يي توکو د نه کر له امله پکتیکا ولايت ته هر کال يو ميليون ډالر ځانګړي بوديجه ورکول کېږي، چې دا مهال له يادې بوديجې د پکتيکا په ارګون او خيرکوټ ولسواليو کې بېلابېلې پروژې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


