آمنه عثماني د بلخ ولايت د كليوالو ښځو د پراختيا د ملي پروګرام مشره ده. نوموړې وايي چې د دې پروګرام له لارې ښځې د غذايي موادو د پروسس، لاسي صنايعو، لاسي ګنډنو او له قېمتي ډبرو څخه د ګاڼو د جوړولو په برخه كې په كار بوختې دي.
آمنه عثماني د بلخ ولايت د كليوالو ښځو د پراختيا د ملي پروګرام مشره ده.
نوموړې وايي چې د دې پروګرام له لارې ښځې د غذايي موادو د پروسس، لاسي صنايعو، لاسي ګنډنو او له قېمتي ډبرو څخه د ګاڼو د جوړولو په برخه كې په كار بوختې دي.
ياد پروګرام په بلخ ولايت كې دوه ولسوالۍ نهر شاهي او دهدادي تر پوښښ لاندې لري او په پام كې ده چې په نورو ولسواليو كې هم كار پيل كړي.
د آمنې په خبره، كومې ښځې چې د دې پروګرام غړيتوب لري؛ هره اوونۍ د خپل توان برابر يو څه پيسې سپما كوي او وروسته له هغې په بېلابېلو ډلو وېشل كېږي چې له سپما شويو پيسو څخه پخپله هم كار پيلوي او نورو هغو ښځو ته هم چې غواړي يو اقتصادي فعاليت پيل كړي؛ پيسې په پور وركوي.
آمنه زياتوي: ((اوسمهال د دې دوو ولسواليو نهر شاهي او دهدادي په هر يوه كلي كې ۱۰ د سپما ګروپونه او تر لسو پورې توليدي ګروپونه لرو چې وروسته بيا همدا توليدي ګروپونه سره يو ځاى كېږي او اتحاديه جوړوي.))
ډېرى كليوالي ښځې د كور په كارونو او د ماشومانو په روزلو بوختې وي، خو كله چې ورته له كور څخه بهر د كار زمينه برابره شي، نو په ډېرې علاقمندۍ سره كار پرمخ وړي او د خپل كورني اقتصاد پياوړتيا ته ډېرې لېواله وي.
آمنه چې له خپلو توليدي ډلو سره يې په كابل كې په يوه جوړ شوي نندارتون كې ګډون كړى و، د نندارتونونو له جوړېدو څخه هركلى كوي او وايي چې د نندارتون له لارې د ښځو لاسي توليدات ښه خرڅلاو لري او ډېره ګټه ترلاسه كوي.
جاهده چې د دهدادي ولسوالۍ د كليوالو ښځو د ملي پراختيا پروګرام يوه غړې ده او له قېمتي ډبرو څخه د ګاڼو او زينتي شيانو د جوړولو په برخه كې كار كو؛ له دې پروګرام څخه خوشاله ده.
نوموړې وايي: ((هېواد او هېوادوال زموږ كار ته اړتيا لري، كورنۍ مو هم اقتصادي پياوړتيا ته غواړي، كه په هره برخه كې كار كوو، نو كار به مو هېواد ته ګټه ورسوي او كورنۍ به مو هم هوسا وي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


