د عراق د پارلمان غړي موفق الربيعي د داعش پر ضد په لندن کې د ۲۱ هېوادونو د ايتلاف په غونډه کې وويل، چې له داعش وسله والې ډلې سره نيږدې ۵۰۰۰ اروپايي ځوانان يو ځاى شوي او د عراق او سوريې د حکومتونو پر ضد په جګړه کې ښکېل دي.

د نوموړي په وينا، د داعش پر ضد د ۲۱ هېوادونو د ايتلاف غړو په قاطع اکثريت د عراق او سوريې له ګاونډيو هېوادونو وغوښتل، چې په خپلو سرحدونو کې د اروپايي ځوانانو د اوښتو مخه ونيسي.
هغه زياته كړه، چې له داعش سره يو ځاى شوي ډېرى ځوانان له بريتانيا، جرمني او فرانسې څخه دي.
دمګړۍ داعش وسله والې ډلې د عراق او سوريې ډېرى سيمې په خپله ولکه کې راوستي او هلته يې د اسلامي خلافت اعلان کړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ