ads

“ايثار” د مرستې ارزښتمن پروګرام

افغاني سرې میاشتې ټولنې د څه د پاسه ۴۰۰۰ تنه هغو افغان ماشومانو د درملنې لپاره د (قربانۍ او همدردۍ) اوونۍ اعلان کړې وه چې د زړه د سوري له ناروغۍ نه ځورېږي او د دې اونۍ په ترڅ کې له افغانانو نه د مرستې غوښتنه شوې وه. افغاني سرې میاشتې ټولنې د څه د […]

نویسنده: TKG
4 سلواغه 1393
“ايثار” د مرستې ارزښتمن پروګرام

افغاني سرې میاشتې ټولنې د څه د پاسه ۴۰۰۰ تنه هغو افغان ماشومانو د درملنې لپاره د (قربانۍ او همدردۍ) اوونۍ اعلان کړې وه چې د زړه د سوري له ناروغۍ نه ځورېږي او د دې اونۍ په ترڅ کې له افغانانو نه د مرستې غوښتنه شوې وه.

افغاني سرې میاشتې ټولنې د څه د پاسه ۴۰۰۰ تنه هغو افغان ماشومانو د درملنې لپاره د (قربانۍ او همدردۍ) اوونۍ اعلان کړې وه چې د زړه د سوري له ناروغۍ نه ځورېږي او د دې اونۍ په ترڅ کې له افغانانو نه د مرستې غوښتنه شوې وه.

افغانانو د یوې اوونۍ په ترڅ کې ۲۶ ميلیونه افغانۍ راټولې كړې چې دا پیسې به د زړه په ناروغیو د اخته ماشومانو د درملنې لپاره ولګول شي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکي وايي، دغه پیسې په شفاف ډول او د ټیليفون له لارې د لاټرۍ ټکټونو په اخیستو ترلاسه شوې دي.

د یوې اونۍ په ترڅ کې څه د پاسه درې سوه زره ټکټونه خرڅ شول او زيات شمېر هېوادوالو د قربانۍ اوونۍ په ترڅ کې ۱۳۱۳ شمېرې ته په ټیليفون كولو سره د افغانستان د ماشومانو ياد ملي پروګرام سره چې د دوى د روغتيا او ژوندانه ساتل دي؛ مرسته وکړه.

د دې اوونۍ په ترڅ کې په کور دننه او بهر کې مېشتو افغانانو د ټيليفونونو له لارې اړیکه ټینګوله او د ۳۵ افغانیو په بدل كې به يې د لاټرۍ ټكټ ترلاسه كاوه.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پلان او پالیسۍ مشر محمد طیب یوسفزی وايي: ((دغې لړۍ يوه اوونۍ، له شنبې نه پيل او د اوونۍ تر پايه د شپې تر ۱۲ بجو يې دوام درلود او په ترڅ كې يې له ۲۶ ميلیونو نه یو څه زیاتې پیسې راټولې شوې.))

يوسفزى زياتوي، له ۳۰۰ زرو نه زیات د ایثار او نور خیریه ټکټونه خرڅ شوي دي او د دې تر څنګ ملي شخصیتونو، مخابراتي او سوداګريزو شرکتونو هم مرسته کړې ده.

د الکوزي ګروپ په نوم سوداګریز شرکت ۱۱ ميلیونه او ۶۰۰۰۰۰ افغانۍ مرسته وكړه چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشره فاطمه ګیلاني دغه پیسې د ۶۰ ماشومانو د درملنې لپاره کافي بولي.

د يادې ټولنې د پلان او پالیسۍ مشر محمد طیب یوسفزی وايي، د زړه د سوري په ناروغۍ د هر اخته ماشوم په درملنې نږدې ۳۰۰۰ ډالره لګښت راځي چې د هند هېواد یې درملنه پر غاړه لري.

اوسمهال تر ۷۰۰۰ زیات ماشومان په يادې ناروغۍ اخته دي چې د چارواکو په وینا،  ۱۶۰۰ يې هغه ماشومان دي چې كېداى شي یوازې ۶ میاشتې نور ژوند وكړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشره فاطمه ګیلاني وایي چې “ایثار” له ماشومانو سره د مرستې لپاره ډېر ارزښتمن پروګرام دى.

هغه زياتوي: ((له ټولو هغو كسانو نه مننه چې ټكټ يې اخيستى، له ښاغلي کرزي نه مننه چې قدم يې وړاندې کړ، له نوي جمهوررئيس غني نه هم مننه چې له هند سره په اړيكه كې دى، هغه به هم يو څه ماشومان ولېږي.))

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ۲۰۱۴ كال كې د هغو ماشومانو د درملنې لپاره د ايثار په نوم د پيسو راټولولو لړۍ پيل كړې چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي.

د ایثار د پروګرام مسوول ادریس مبارز وايي، افغانانو د دې پروګرام ملاتړ وكړ او دا يې وښودله چې يو واحد ملت دى او د خپلو هېوادوالو په درد دردېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA