ads

هند كې چاودنې دوه تنه ووژل او لس نور ټپيان كړل

د هند د بهار ایالت د يوې محکمې په انګړ کې بمي چاودنې د يوه پوليس په ګډون دوه تنه ووژل او لس نور ټپيان كړل. دغه پېښه نن له غرمې وړاندې شاوخوا يوولس نيمې بجې د هند ختيځ بهوج پور سيمه کې شوې او د پولیسو په خبره چاودنه په کور کې د يوه […]

نویسنده: TKG
3 سلواغه 1393
هند كې چاودنې دوه تنه ووژل او لس نور ټپيان كړل

د هند د بهار ایالت د يوې محکمې په انګړ کې بمي چاودنې د يوه پوليس په ګډون دوه تنه ووژل او لس نور ټپيان كړل. دغه پېښه نن له غرمې وړاندې شاوخوا يوولس نيمې بجې د هند ختيځ بهوج پور سيمه کې شوې او د پولیسو په خبره چاودنه په کور کې د يوه جوړ شوي ماين له امله

 

د هند د بهار ایالت د يوې محکمې په انګړ کې بمي چاودنې د يوه پوليس په ګډون دوه تنه ووژل او لس نور ټپيان كړل.
دغه پېښه نن له غرمې وړاندې شاوخوا يوولس نيمې بجې د هند ختيځ بهوج پور سيمه کې شوې او د پولیسو په خبره چاودنه په کور کې د يوه جوړ شوي ماين له امله رامنځته شوې ده.
د بهوج پور د پوليسو مشر رسنيو ته ويلي، په وژل شويو کې يوه ښځه هم شته او په چاودنه کې لس کسه نور هم ټپيان دي چې لويه برخه يې ملکيان دي.
د ځايي رسنيو د رپوټ له مخې دغه چاودنه د محکمې ودانۍ انګړ په هغه ځای کې شوې، چې بنديان له زندانه د خپلو قضيو په اړه د خبرو کولو لپاره وروستل کېږي.
بهوج پور د هند د بهار ايالت يوه برخه ده چې د ماؤ تحريک په کې فعال دی، دغلته په ۲۰۰۹ کال کې هم يوې بمي چاودنې يو وکيل وژلی و.
دغه بريد د جنورۍ له ۲۶مې يوازې درې ورځې مخکې کېږي، چې هند په کې د جمهوريت ورځ لمانځي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA