لغمان ولايت كې د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د مسلکي زده کړو روزنیز مرکز ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د لغمان د ولايت مقام څخه كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، د مسلکي زده کړو د روزنیز مرکز دغه دوه پوړیزه وداني، چې په شا و خوا ۲ جریبه
لغمان ولايت كې د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د مسلکي زده کړو روزنیز مرکز ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لغمان د ولايت مقام څخه كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، د مسلکي زده کړو د روزنیز مرکز دغه دوه پوړیزه وداني، چې په شا و خوا ۲ جریبه ځمکه کې جوړه شوې ۱۲ خونې، د کنفرانسونو تالار، ۴ د ورکشاپ پراخ سالونونه یو پخلنځی، یو خوړنځی او نور ضروري ملحقات لري.
خبرپاڼې زياته كړې، دغه ودانۍ د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پرمختیايي بودیجې لخوا د یوه کال په موده کې جوړه شوه.
د خبرپاڼې په وينا، په دغه روزنیز مرکز کې به د نوي عصر سره سم د موبائیل او ایرکنډیشن د جوړولو، د کمپیوټر د Hardware او Software، نلدوانۍ، بریښنا او دې ورته نورو مسلکونو په اړه شاګردانو ته روزنه ورکول کیږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې د مسلکي زده کړو په دې روزنیز مرکز کې به په یوه وخت کې تر ۲۰۰ پورې شاګردانو ته د اتو میاشتو څخه تر یوه کال پورې په بېلا بېلو مسلکونو کې زده کړې ورکول کیږي چې البته شاګردان به یې د دولسم ټولګیو فارغان او بې روزګاره ځوانان وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

