ads

د يمن جمهوررئيس او صدراعظم استعفا وركړه

د يمن مركز صنعاء کې د حوثي ملېشو د فشارونو په پايله کې د يمن جمهوررئيس عبد ربه منصور هادي او د دغه هېواد صدراعظم خالد بحاح استعفا ورکړې ده. د يمن د دغو چارواکو د استعفا ليکونو متن د هېواد پارلمان ته ليکل شوی، خو د راپورونو له مخې د يمن پارلمان د استعفا […]

نویسنده: TKG
3 سلواغه 1393
د يمن جمهوررئيس او صدراعظم استعفا وركړه

د يمن مركز صنعاء کې د حوثي ملېشو د فشارونو په پايله کې د يمن جمهوررئيس عبد ربه منصور هادي او د دغه هېواد صدراعظم خالد بحاح استعفا ورکړې ده. د يمن د دغو چارواکو د استعفا ليکونو متن د هېواد پارلمان ته ليکل شوی، خو د راپورونو له مخې د يمن پارلمان د استعفا ليکونو له منلو ډډه کړې ده.

د يمن مركز صنعاء کې د حوثي ملېشو د فشارونو په پايله کې د يمن جمهوررئيس عبد ربه منصور هادي او د دغه هېواد صدراعظم خالد بحاح استعفا ورکړې ده.

د يمن د دغو چارواکو د استعفا ليکونو متن د هېواد پارلمان ته ليکل شوی، خو د راپورونو له مخې د يمن پارلمان د استعفا ليکونو له منلو ډډه کړې ده.

جمهوررئيس او لومړی وزير له هغه يوه ورځ وروسته استعفا ورکوي چې له حوثي ياغيانو سره موافقه لاسليک شوه.

حوثي مشرانو د جمهوررئيس د استعفا ملاتړ کړی او د دوی يوه مشر ابو مالک يوسف الفيشي د جمهوري رياست لپاره د يوې شورا د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د دغه حوثي چارواکي په وينا په دغه شورا کې چې مشري به يې حوثيان کوي پوځ او يو شمېر سياسي ډلې شاملې وي.

حوثي ملېشو د استعفا خبر له خپرېدو وړاندې ويلي وو د جمهوري رياست ماڼۍ او د جمهوررئيس د کور له شاوخوا به په شا نه شي.

امريکا چې د القاعدې شبکې پر وړاندې جګړه کې د يمن متحد بلل کېږي ويلي، د دغه هېواد سياسي حالات له نژدې څاري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA