ads

اوباما: په تېرو ۱۳ كلونو كې مو په افغانستان كې ډېر درسونه ياد كړي

د امريكا جمهوررئيس بارك اوباما وايي، چې دوى په تېرو ۱۳ كلونو كې په افغانستان كې د زياتو مصارفو په قبلولو سره ډېر درسونه ياد كړي دي.نوموړي په ځايي وخت تېره شپه ملت ته په خپله كلنۍ وياند كې وويل، يو درس دا و، د دې پرځاى چې امريكايي سرتېري د افغانستان په درو كې […]

نویسنده: TKG
1 سلواغه 1393

د امريكا جمهوررئيس بارك اوباما وايي، چې دوى په تېرو ۱۳ كلونو كې په افغانستان كې د زياتو مصارفو په قبلولو سره ډېر درسونه ياد كړي دي.
نوموړي په ځايي وخت تېره شپه ملت ته په خپله كلنۍ وياند كې وويل، يو درس دا و، د دې پرځاى چې امريكايي سرتېري د افغانستان په درو كې وګرځي او ګزمې وكړي، دوى دا مسووليت افغان ځواكونو ته وسپاره او اوس دا كار هغوى ترسره كوي. د امريكا جمهوررئيس بارك اوباما وايي، چې دوى په تېرو ۱۳ كلونو كې په افغانستان كې د زياتو مصارفو په قبلولو سره ډېر درسونه ياد كړي دي.
نوموړي په ځايي وخت تېره شپه ملت ته په خپله كلنۍ وياند كې وويل، يو درس دا و، د دې پرځاى چې امريكايي سرتېري د افغانستان په درو كې وګرځي او ګزمې وكړي، دوى دا مسووليت افغان ځواكونو ته وسپاره او اوس دا كار هغوى ترسره كوي.
اوباما زياته كړه، چې تېره شپه په لومړي ځل د ۲۰۰۱ كال د سپټمبر د يوولسمې له پېښې وروسته په افغانستان كې د امريكا نظامي ماموريت پاى ته ورسېد.
د هغه په وينا، دوى د سپټمبر د يوولسمې د نسل ښځينه او نارينه وو ته، چې د دوى د ساتنې لپاره يې خدمت وكړ، د درناوي په هدف سر ښكته كوي.
اوباما وويل، دوى په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د قربانيو د درناوي په توګه په دغه هېواد کې د لومړي ځل لپاره د قدرت د ډيموکراټيک انتقال ملاتړ وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA