ads

پاکستاني پوليسو په خيبر پښتونخوا ايالت كې ١٣٥ افغان کډوال نيولي

پاکستاني پوليسو په پېښور ښار او د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلا بېلو سيمو کې ١٣٥ افغان کډوال نيولي دي.پاکستاني رسنيو نن خبر ورکړى، چې ياد افغانان د امنيتي ځواکونو له خوا د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلابېلو سيمو کې د ورانکارو او ترهګرو پر ضد د ځانګړو تصفيوي عملياتو پر مهال نيول شوي دي. […]

نویسنده: TKG
30 مرغومی 1393
پاکستاني پوليسو په خيبر پښتونخوا ايالت كې ١٣٥ افغان کډوال نيولي

پاکستاني پوليسو په پېښور ښار او د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلا بېلو سيمو کې ١٣٥ افغان کډوال نيولي دي.
پاکستاني رسنيو نن خبر ورکړى، چې ياد افغانان د امنيتي ځواکونو له خوا د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلابېلو سيمو کې د ورانکارو او ترهګرو پر ضد د ځانګړو تصفيوي عملياتو پر مهال نيول شوي دي. پاکستاني پوليسو په پېښور ښار او د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلا بېلو سيمو کې ١٣٥ افغان کډوال نيولي دي.
پاکستاني رسنيو نن خبر ورکړى، چې ياد افغانان د امنيتي ځواکونو له خوا د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلابېلو سيمو کې د ورانکارو او ترهګرو پر ضد د ځانګړو تصفيوي عملياتو پر مهال نيول شوي دي.
پاکستاني امنيتي مسوولينو ويلي، چې دغه افغانان يې په دې هېواد کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نيولي دي.
د دوى په وينا، نيول شوي افغانان به محکمو ته لېږل کېږي، چې د محکمو د پرېکړې له مخې به يا زنداني او يا به هم د تورخم له پولې څخه واړول شي.
د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت د پېښور ښار پر يوه ښوونځي د وسله والو تر بريد وروسته د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکز پېښور او يو شمېر سيمو کې د افغان کډوالو د ځورولو لړۍ پيل شوې او د دې ايالت مسوولينو او امنيتي چارواکو يو شمېر افغان کډوالو ته د وتلو امر هم کړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA