د پکتيا له مرکز ګردېز تر زرمت ولسوالی ۴۲ کيلومتره لويه لاره چې د هوارکارۍ لپاره يې تېر کال ۲۹ ميلونه افغانۍ ځانګړې شوې وې، تر اوسه یې چارې نیمګړې دي.
د پکتيا له مرکز ګردېز تر زرمت ولسوالی ۴۲ کيلومتره لويه لاره چې د هوارکارۍ لپاره يې تېر کال ۲۹ ميلونه افغانۍ ځانګړې شوې وې، تر اوسه یې چارې نیمګړې دي.
د پکتيا پريس کلب داسې اسناد موندلي چې ښيي په دغه پروژه کې پیسې وهل شوې. دا موضوع د پکتیا ولایت پر قومي مخورو سربېره د ولسي جرګې او ولایتي شورا غړي هم تاییدوي.
د ولسي جرګې غړی ابراهيم غښتلی وايي چې د سړک د اوارکارۍ په برخه کې د فساد نښې نښانې څرګندېږي:(( دا خبره موږ د ټولګټو چارو له وزير سره شريکه کړې چې بودجه ورته ځانګړې شوې، خو کار نه دی شوی.))
په هغو اسنادو كې چې د پکتیا پريس كلب ته رسيدلي، ولسوال د یوه مکتوب په ترڅ کې لیکلي چې پیسې ایستل شوې، خو هېڅ كار نه دى شوى. همدارنګه د ټولګټو چارو رياست د مرستيال هغه مکتوب مستوفيت ته تللی چې په کې ليکلي يې دي:(( سړک نه دی رغول شوی، پيسې دې نه ايستل کېږي.))
د پکتیا د ولايتي شورا غړی لايق منګل هم وايي چې په دغه پروژه کې پیسې ورکې دي.
دا لويه لاره د زرمت په ناامنه ولسوالۍ کې تېره شوې ده. د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي هم له ځايي حکومتي ادارې ناخوښه دي او وايي، دا لومړی ځل نه دی چې د دې لويې لارې په جوړېدو کې غفلت کېږي او پیسې یې خوړل کېږي، بلکې له دې وړاندې د سړک د پخېدو په پروژه کې چې د ولايتي بيارغونې ډلې PRT له لورې ورته بودجه ورکړل شوې وه، په لويه کچه پيسې ورکې او کار پرې ونه شو.
د زرمت ولسوالۍ قومي حاجي ظاهر اورياخېل په دې اړه وايي:(( زموږ د معلوماتو له مخې دې سړک ته ۲۹ميلونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، خو يوه پيسه کار هم پرې نه دی شوی.)) د زرمت ولسوالۍ يو بل قومي مخور هم ورته خبره کوي او وايي چې پر سړک کار نه دی شوی دی. بل قومي مشر حاجي تراب خان په خبره، تېر کال يوازې امريکايي سرتېرو د خپلو کاروانونو د تېرېدو په هدف دا لاره يو څه هواره کړه، خو د ده په وينا، ټولګټو چارو رياست تر اوسه هېڅ کار نه دی پرې کړی.
مګر د پکتيا د ټولګټو چارو رئيس انجنير عبدالله درانی بیا د ولسي خلکو او ولسي استازو خلاف خبره کوي او وايي چې دا هر څه دروغ دي او په خبره یې سړک ته ځانګړې شوې بودجه په خپل ځای لګېدلې ده:(( پر سړک موږ ۲۹ميلونه افغانۍ لګولې دي، زه په دې اړه د فساد هره خبره ردوم.)) نوموړى همدا راز زياتوي:(( موږ دا سړک په بشپړ ډول هوار کړی او ټول پلچکونه مو رغولي دي. )) دراني وآيي:(( د دې لارې په اوږدو کې اوس هېڅ خنډ نشته، لوی او واړه موټرونه په اسانۍ تګ راتګ پرې کوي. ))
خو د دې سيمې د اوسېدونكو په خبره، له تېرو څو کلونو را په دې خوا په ټوله لاره هېڅ کار نه دی شوی او که تر ژمي همداسې پاتې شي؛ نو سفر پرې ناشونی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د پکتيا په يوه رغنيزه پروژه کې د اداري فساد خبره کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د فساد په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
د يادونې وړ ده چې تېره اوونۍ په پکتیا ولايت كې د یو شمېر قومي مشرانو او مدني فعالانو له لوري، د فساد پر ضد یوه غونډه هم رابلل شوې وه چې د فاسدو چارواكو پر وړاندې خپل اوازونه پورته كړي او له مركزي حكومته يې غوښتنه كوله چې مفسد چارواكي ممنوع الخروج اعلان او محاكمه یې كړي، خو غونډه د يو شمېر دولتي چارواكو د پلويانو له خوا په تاوتريخوالي واوښته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


