د کندهار د سولې ولايتي شورا وايي چې د دوی د درې نیم کاله فعالیت په نتیجه کې شاوخوا ۲۰۰ تنه وسله وال په دغه ولایت کې د سولې له پروسې سره يو ځای شوي دي، خو د کندهار امنيه قومنداني بيا دا شمېره لوړه ګڼي او وايي چې يوازې په روان ۱۳۹۳ کال كې ۴۸۰ تنه د سولې شورا په هڅو د سولې پروسې ته لبیک ویلی او وسلې یې اېښې دي.
د کندهار د سولې ولايتي شورا وايي چې د دوی د درې نیم کاله فعالیت په نتیجه کې شاوخوا ۲۰۰ تنه وسله وال په دغه ولایت کې د سولې له پروسې سره يو ځای شوي دي، خو د کندهار امنيه قومنداني بيا دا شمېره لوړه ګڼي او وايي چې يوازې په روان ۱۳۹۳ کال كې ۴۸۰ تنه د سولې شورا په هڅو د سولې پروسې ته لبیک ویلی او وسلې یې اېښې دي.
په كندهار كې د سولې شورا د ولايتي څانګې دفتر په ۱۳۹۰ کال په فعاليت پيل کړ. هغه وخت د خلکو تمه وه چې جګړه به ودريږي او دا قدام به د سولې د راوستو زير وي، خو اوس چې درې کاله تېر شوي، د دې ولايت خلک نيوكه كوي چې د سولې شورا په خپل كار كې بريالۍ نه ده.
د کندهار د سولې ولايتي شورا رئيس عطا محمد احمدي وايي:(( د سولې شورا له پیل تراوسه د ۱۳ قومندانانو په رهبري ۱۸۱ مسلح کسان د سولې شورا سره یو ځاى شوي دي او ۱۹ تنه نور په جلاجلا ډول د سولې پروسې سر یوځاى شوي دي.))
خو د کندهار امنيه قومنداني بيا د پخلا شويو وسله والو شمېر تر دې څو چنده ډېر ښيي، د امنيه قومندانۍ وياند ضيا دراني کندهار کليد راډيو ته ویلي چې د سولې ولايتي شورا له فعاليتونو راضي دي او يوازې د روان کال په اتو مياشتو كې ۴۸۰ تنه د سولې پروسې له لارې ورسره يو ځای شوي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی په خبره، د روان کال په جریان كې ۱۲۰ تنه داسې کسان چې په درنو او سپکو وسلو سمبال وو، څلور تنه نور چې په مخابروي وسایلو سمبال وو او ۳۵۶ نور چې وسلې يې نه درلودې د سولې پروسې له لارې له دولت سره یوځاى شوي دي: (( دغو وسله والو له یو ځاى کېدو سره سم خپلې وسلې هم دولت ته سپارلې دي او په دې برخه كې موږ د سولې شورا له ولایتي کمېټي څخه راضي یو.))
خو ډېری سیاسي مبصرین او خلک د سولې عالي شورا له فعالیتونو په مرکز او ولایتونو کې ناخوښه دي. په کندهار کې د سیاسي چارو کارپوه سید احمدشاه سپر وايي چې دغه شورا نه يوازې په کندهار، بلكې په ټول افغانستان كې يوه ناکامه شورا ده:(( په كندهار كې د دغې شورا په جوړېدو سره په جګړه كې هېڅ کمی رانغی.))
سید احمدشاه سپرهمداراز زياته كړه:(( سوله خو دا معنی لري چې پر جنګ تاثیر وكړي او جګړه ودروي، په داسې حال كې چې په كندهار كې جګړه د پخوا په شان روانه ده، که چېرې یوه څه امنیت راغلى؛ نو هغه هم د امنیتي ځواکونو د هڅو په نتیحه كې راغلى دى، نه د سولې شورا په برکت.))
سپر وايي، د سولې عالي شورا په تشكېل كې هغه کسان ځای پر ځای شوي چې د وسله والو طالبانو سره په مخالفت كې دي او له همدې کبله دغه کسان له خپل دفتره دباندي نه شي وتلای.
د نوموړي په وينا، د سولې پر پروسې بايد له سره کتنه وشي او داسې کسان پر دندو وګمارل شي چې له وسله والو مخالفينو سره د مخامخ خبرو اترو وړتيا ولري.
يادې سرچينې وړاندې وويل:(( نوى منتخب جمهور رئيس بايد د دې ناكامې پروسې لپاره يو نوى میکانیزم جوړ كړي او په اوله مرحله كې دې د دې پروسې پیل د داسې کسانو په لاس وكړي چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو وړتیا ولري.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

