ads

اى بي ډيويليرز په کرکټ کې دوه نوي ريكارډونه جوړ كړل

د جنوبي افريقا د کرکټ د ملي لوبډلې وتلي توپ وهونکي اې بي ډيوليرز د نيوزلنډ د لوبغاړي کوري انډرسن او همدارنګه د سريلانكايي لوبغاړي سنېت جاى سوريا ريكارډونه مات كړل. د جنوبي افريقا د کرکټ د ملي لوبډلې وتلي توپ وهونکي اې بي ډيوليرز د نيوزلنډ د لوبغاړي کوري انډرسن او همدارنګه د سريلانكايي […]

نویسنده: TKG
29 مرغومی 1393
اى بي ډيويليرز په کرکټ کې دوه نوي ريكارډونه جوړ كړل

د جنوبي افريقا د کرکټ د ملي لوبډلې وتلي توپ وهونکي اې بي ډيوليرز د نيوزلنډ د لوبغاړي کوري انډرسن او همدارنګه د سريلانكايي لوبغاړي سنېت جاى سوريا ريكارډونه مات كړل.

د جنوبي افريقا د کرکټ د ملي لوبډلې وتلي توپ وهونکي اې بي ډيوليرز د نيوزلنډ د لوبغاړي کوري انډرسن او همدارنګه د سريلانكايي لوبغاړي سنېت جاى سوريا ريكارډونه مات كړل.

ډيويليرز پرون په خپل هېواد کې د ويسټ انډيز له لوبډلې سره په يو ورځنۍ لوبه كې په ۱۶ توپونو پنځوسيزه پوره كړه، تر دې اتلس كاله وړاندې سريلانكايي لوبغاړي جاى سوريا په ۱۷ توپونو پنځوس منډې جوړې كړې وې.

ډيويليرز همدارنګه په ۳۱ توپونو ۱۰۴ منډې جوړې كړې، چې دا د کرکټ د يو ورځنيو سياليو تر ټولو چټکه او تاريخي سليزه ده، تر دې مخكې په ۲۰۱۳ كال كې د نيوزيلنډ لوبغاړي كوري اڼدرسن په ۳۶ توپونو سل منډې جوړې كړې وې.

د جنوبي افريقا لوبغاړي اې بي ډيويليرز په پرونۍ لوبه كې په ۴۴ توپونو د ۱۶ شپږيزو او نهو څلوريزو په مټ ۱۴۹ منډې جوړې كړې.

نوموړى د تېزې او چټکې لوبې له كبله ډېر مينه وال لري او همدارنګه يو ښه وېکټ ساتونکى هم دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA