د مسلکي او متخصصو کسانو پر کمې ونډې سربېره، نوې کابینه کې نوې څېرې نوې هيلې ټوکولای شي. تر درې مياشتني ځنډ وروسته افغان حکومت ایله خپله کابینه اعلان کړه. په دې کابینه کې د درې ښځو حضور او د یو شمېر وړ کسانو شتون هيله
د مسلکي او متخصصو کسانو پر کمې ونډې سربېره، نوې کابینه کې نوې څېرې نوې هيلې ټوکولای شي.
تر درې مياشتني ځنډ وروسته افغان حکومت ایله خپله کابینه اعلان کړه. په دې کابینه کې د درې ښځو حضور او د یو شمېر وړ کسانو شتون هيله بښونکي دي، تمه ده چې له ولسي جرګې نه د دې کاندید وزیرانو د باور له رايې اخيستلو وروسته د هېواد په امنيتي او اقتصادي حالت کې د تمې وړ بدلون رامنځته شي.
که څه هم د ښځو ونډه پکې د قناعت وړ نه ده او لکه څنګه چې جمهوررئیس ژمنه کړې وه چې په نوې کابینه کې به څلور ښځو ته ونډه ورکول کېږي، خو دا دى وینو چې دا ونډه درې تنو ته را ټیټه شوه چې دا کچه نظر دې ته چې وړ او د استعداد لرونکې ښځې زیاتې دي، ډېره کمه ده.
په تېرو درېیو میاشتو کې د کابینې بیا بيا ځنډېدل له ډېرو ګمانونو سره مل و، یوه اندېښنه دا وه چې ښايي د دې ځنډ یو علت دا وي چې هر لوری د کمپاين د دورې د مجبوریتونو له مخې داسې کسان رامخته کړي چې هېڅ ډول کاري وړتیا او مسلکيتوب ونه لري. بله اندېښنه د جنګي څېرو د حضور وه او درېیمه هغه يې د ونډې د وېش وه چې هر یو لوری به کوښښ کوي چې مهم وزارتونه خپل کړي.
خو اوس چې پر دې ټولو اندېښنو سربېره نوې کابینه اعلان شوه او کابو نوې څېرې په کې ډېرې دي او هغه د قحط رجال ستونزه هم نوره رفع شوې ښکاري، د ولس توقع دا ده چې دغه نوې څېرې له ولسي جرګې نه د باور رايې تر اخيستلو وروسته ټولو هغو تعلقاتو ته شا واړوي چې په تېرو دیارلسو کلونو کې يې تجربه کول، ځکه د افغانانو لپاره په ګران قېمت تمام او د افغانستان د پرمختګ مخه يې ډب کړه.
افغانستان چې د څه د پاسه دېرشو کلونو تحميلي جګړو او د نورو د ګټو قرباني شوی، دا دی نن او سبا کې په داسې يوه مرحله کې واقع دی چې د چارواکو لږه بې پروايي او سلیقوي چلند يې نور هم ټکنی او له نویو ننګونو سره مخ کولای شي. تر پرونه افغانستان، افغانان او افغان دولت له یوه خطرناک سیمه ييز مخالفت سره مخ وو، خو دا دی ګورو چې پر دې مخالفت سربېره یو بل خطرناک بهیر هم راپیل شوی چې افغان چارواکو يې تازه په تازه حضور تاييد کړی دی.
د افغانستان جغرافیایي موقعیت تل دغه هېواد د نورو د جګړو او مخالفتونو په ډګر اړولی او قربانیان يې افغانان پاتې شوي دي. دا چې دغه هېواد په یو داسې نوي ډګر بدل شي چې هم د افغانانو ژوند ورسره تضمین شي او هم سیمه او نړۍ دې ته حاضره شي چې افغانستان په داسې یو ډګر ومني، زموږ ريښتيني افغاني هوډ ته اړتیا لري، نه نورو موقتي اړیکو پاللو ته.
له نوې کابینې د افغانانو ستره هیله هم دا ده چې په هڅه يې افغانستان د نورو د جګړو ډګر نه، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه په یو اقتصادي ډګر بدل شي.
حکومت تر اوږده ځنډ وروسته خپله کابینه په ډېر دقت او جدیت انتخاب، بشپړه او ولسي جرګې ته ور وپېژندله. اوس د ولسي جرګې یا د خلکو د استازو کار دی چې د افغانستان او افغانانو ګټو ته په پام، تر ژورې مطالعې او دقت وروسته هغو کسانو ته د باور رایه ورکړي چې د پرمختګ او ترقۍ لپاره کار کولای شي.
دا هیله ځکه څرګندېږي چې په تېر وخت کې دا اندېښنې موجودې وې چې ډېر ځله په داسې مواردو کې سلیقوي چلند شوی او همدغه سلیقوي چلند بیا د دې سبب وګرځېد چې افغانستان د پرمختګ ډګر ته داخل نه شو او امنیتي ستونزو ورځ تر بلې زور واخيست. اقتصاد مو مخ په ځوړ لاړ او اداري فساد د بشپړ حاکمیت تر بریده ورسېد.
افغانان په نوې کابینه کې د نویو څېرو، یو شمېر وړ کسانو او درېیو ښځو شتون ته خوشبينه دي، خو دا خوشبیني به يې هغه وخت د باور ښه رنګ راوړي چې دغه نوې څېرې، په خپله تازه انرژي، د پرمختګ لپاره لار پرانيزي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


