د سکاټلنډ او ایرلنډ هېوادونو پر وړاندې د څلورو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبې كې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ايرلنډ ته په ۷۱ منډو ماتې وركړه. د دغې لوبې پچه د ايرلنډ لوبډلمشر وګټله او د افغانستان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، چې افغان لوبډلې په ټاکل شویو۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۶
د سکاټلنډ او ایرلنډ هېوادونو پر وړاندې د څلورو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبې كې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ايرلنډ ته په ۷۱ منډو ماتې وركړه.
د دغې لوبې پچه د ايرلنډ لوبډلمشر وګټله او د افغانستان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، چې افغان لوبډلې په ټاکل شویو۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۶ منډې وكړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۲۴۷ منډو هدف كېښود.
د افغان توپ وهونكو له لورې نجيب الله ځدارن ۸۳، سميع الله شينواري ۵۰ او اصغر ستانكزي ۴۴ منډې وكړې.
د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نشواى كړاى او په ۴۳ اعشاريه ۳ اورونو كې يې ټول لوبغاړي په ۱۷۵ منډو وسوځېدل.
د افغانستان د ملي لوډلې د توپ اچونكو له ډلې حميد حسن ۳ ، افتاب عالم او ميرويس اشرف د سيالې لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
نجيب ځدراڼ ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د يادونې ده چې افغانستان تر دې مخکې له سکاټلينډ څخه يوه لوبه ګټلې وه، خو له ايرلينډ او سکاټلينډ ته يې يوه يوه لوبه بايللې وه.
په دې درې اړخيزه سياليو کې افغانستان، سکاټلينډ او ايرلينډ برخه اخيستې وه، چې د يوه ورځني نړيوال جام د تياريو يوه برخه ده.
ټاکل شوې ده، چې د کرکټ نړيوال جام ٢٦ ورځې وروسته په استراليا او نيوزيلينډ کې پيل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

