ads

داعش ډلې په سوريه کې ۱۵ کسان اعدام کړي دي

د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان، چې مرکز يې په بريتانيا کې دى، وايي، چې د داعش جنګياليو په سوريه کې ۱۵ کسان اعدام کړي دي. په عراق کې د داعش تر کنټرول لاندې سيمو کې ځينې داسې انځورونه خپاره شوي، چې د دې  جنګيالي دوه سړي له يوې لوړې ودانۍ نه راغورځوي. […]

نویسنده: TKG
27 مرغومی 1393
داعش ډلې په سوريه کې ۱۵ کسان اعدام کړي دي

د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان، چې مرکز يې په بريتانيا کې دى، وايي، چې د داعش جنګياليو په سوريه کې ۱۵ کسان اعدام کړي دي. په عراق کې د داعش تر کنټرول لاندې سيمو کې ځينې داسې انځورونه خپاره شوي، چې د دې  جنګيالي دوه سړي له يوې لوړې ودانۍ نه راغورځوي.

د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان، چې مرکز يې په بريتانيا کې دى، وايي، چې د داعش جنګياليو په سوريه کې ۱۵ کسان اعدام کړي دي.

په عراق کې د داعش تر کنټرول لاندې سيمو کې ځينې داسې انځورونه خپاره شوي، چې د دې  جنګيالي دوه سړي له يوې لوړې ودانۍ نه راغورځوي.

د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان زياتوي، چې داعش ډلې دغه کسان د سوريې په دير الزور،‌ رقه او ځينو نورو ختيځو سيمو کې اعدام کړي دي.

د ياد سازمان مشر  رامي عبدالرحمن ويلي، چې يادې ډلې په کوباني ‌ ښار کې د سوريې د کردي جنګياليو پرضد نوي عمليات پيل کړي دي.

تېر ه اونۍ کردي جنګياليو د کوباني ښار نژدې ۸۰ فيصده مهمې سيمې د داعش له جنګياليو نه بېرته ونيولې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA