ګنګوسې زياتې شوي چې د افغانستان په يو شمېر لرې پرتو ولايتونو كې د عراق او شام د ((داعش)) ډلې خوځښتونه تر سترګو شوي او له څو ورځو راهيسې يې د هلمند، زابل او ختيځو ولايتونو په ګڼو سيمو كې د خپلو تور كاليو او د تور بيرغ لرونكو مخ پټو وسله والو كورنۍ ځاى پر ځاى كړې دي.
ګنګوسې زياتې شوي چې د افغانستان په يو شمېر لرې پرتو ولايتونو كې د عراق او شام د ((داعش)) ډلې خوځښتونه تر سترګو شوي او له څو ورځو راهيسې يې د هلمند، زابل او ختيځو ولايتونو په ګڼو سيمو كې د خپلو تور كاليو او د تور بيرغ لرونكو مخ پټو وسله والو كورنۍ ځاى پر ځاى كړې دي.
ځايي اوسېدونكي او د ولسي جرګې يو شمېر استازي دا په افغانستان كې د داعش ډلې د فعاليت پيلامه بولي او وېره ده چې له دې وروسته به د طالبانو د جګړې ډګر چيچن، عربو او نورو بهرنيو داعشي وسله والو ته پاتې شي، خو بېرته داسې تحليلونه هم شته چې له مخې يې ويلى شو دغه وسله واله ډله به په هېڅ صورت افغانستان كې پښې ټينګې نه كړاى شي.
په افغانستان كې د داعش د پښې ټينګېدو او ښوېيدو خبره وروستۍ ده، خو لومړى ضروري ده، څو له خلكو سره راپورته شوې دا پوښتنه حل كړو چې ايا په رښتيا هم په افغانستان كې د داعش وسله والو فعاليت پيل كړى او كه نه؟
په دې اړه په ولسي جرګه كې د زابل د خلكو استازي وايي، د دې ولايت داى چوپان، خاك افغان او نوبهار ولسواليو ته د بهرنيو وسله والو ۱۵۰ داسې كورنۍ راكډه شوې چې ګڼې وسلې او چاودېدونكي توكي هم ورسره دي.
د ولسي جرګې غړى عبدالحبيب انډيوال په دې اړه وايي، زابل ته ننوتي وسله وال چيچن، عرب، ازبك، تركمن او زيات شمېر يې پاكستانيان دي چې ځايي خلك يې د خپل سرنوشت په اړه د اندېښنې او وېرې په دوه لارې كېنولي دي. دى وايي:(( دا خلك د افغاني طالبانو په مرسته راغلي، دوی پیکا، کلاشینكوف او چاودېدونکي مواد هم له ځان سره راوړي دي، په راتلونکې کې به دغه تعداد نور هم زیات شي او امکان لري د زابل نورو ولسوالیو او ان غزني ته هم وغځېږي.))
په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو نور استازي بيا وايي، تر اوسه داعشي بهرنیو وسله والو کوم څرګند فعالیت نه دی کړی، خو دوی اندېښمن دي چې له ځای پرځای کېدو وروسته به په سیمه کې خپل فعالیتونه شروع کړي. دوی وايي، بهرني وسله وال په شمالي وزيرستان كې د پاکستاني پوځ له عملياتو سره سم افغانستان ته را اوښتي او كه په وخت يې افغان حكومت مخه ونه نيسي، سيمې ته به جدي ګواښونه متوجه کړي.
د زابل د امنيې قومندان غلام سخي روغ لېونى كه څه هم ډاډه نه وايي چې زابل ته راټول شوي وسله وال به په داعش پورې اړه ولري، خو د وسله والو شتون تاييدوي او وايي چې ژر تر ژره به يې له منځه يوسي:(( نه شم تاييدولى چې دا به داعش ډله وي او كه نه، خو ناوې ته ۷۰۰ كورنۍ راغلي چې ۷۰ په كې د عربو دي، دا وسله وال د غزني په ناور كې هم ځاى پر ځاى شوي، مرکزونه يې تثبيت شوي او په همدې مركزونو به پراخ عمليات پيل شي.))
د داعش د وسله والو په اړه اندېښنې يوازې د زابل په اړه نه دي، بلكې د كليد خبريال د هلمند د كجكي ولسوالۍ په اړه راپور كې هم کښلي چې هلته د تورو كاليو، تورو ماسكونو او تورو بېرغونو وسله وال په راټولېدو دي، دوى ځانته داعشيان وايي، ځانګړى امير يې پيدا كړى او له ځايي افغان طالبانو سره يې خونړۍ نښتې پيل كړي.
د كليد خبريال حضرت محمد روحاني ته د هلمند باوري سرچينو ويلي چې په دغو جګړو كې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ولايتي شورا يو غړي خو ورته بيا د نوم نه ښودلو په شرط دا هم په ډاګه كړې چې په هلمند كې د داعش دغې ډلې مشري ملاعمر ته نږدې یو کس ملا عبدالرووف کوي چې اوس د طالبانو له ډلې بېل شوی دی.
د ملا عبدالرووف وسله وال كسان كټ مټ د عراق او شام د داعشيانو پېښې كوي او په اړه يې د هلمند مرستيال والي محمدجان رسوليار وايي، لا هم دغه وسله واله ډله په كجكي ولسوالۍ كې له وسله والو طالبانو سره په تونده جګړه بوخته ده.
دا په داسې حال كې ده چې د غزني سرپرست موسى خان اكبرزاده او د پكتيكا والي عبدالكريم متين هم د مرغومي په ۲۱مه د يو خبري كنفرانس په ترڅ كې د افغانستان په ختيځ كې د تور كاليو ناپېژانده وسله والو د خوځښتونو خبر وركړ.
په انټرنټي شبكو كې هم دا مهال هغې ويډيو د ګڼو افغانانو پام ځانته ور اړولى چې د داعش وسله والو لوګو پرې وهل شوې او په اسيا كې د خراسان د څانګې د پرانستې مراسم را اخلي. په دې ويډيو كې ګڼ وسله وال په يوه غرنۍ لاره له اسونو، تورو بيرغونو او ويروونكو وسلو سره تېرېږي او په يو ځاى كې خپلو مشرانو ته بيعت کوي.
د كورنيو چارو وزارت لا په دې اړه غلى دى، خو د دفاع وزارت لوى درستيز شيرمحمد كريمي بيا وايي، د هېڅ ډول وسله والې ډلې په له منځه وړلو كې ملي ځواكونه ناتوانه نه دي.
د نظامي چارو كارپوه جنرال رحمت الله رووفي هم په افغانستان كې د داعش وسله والو فعاليت ته اندېښمن نه دى. جنرال رووفي له كليد سره په يوه ځانګړې مركه كې وويل، د داعش په اړه د ټولې نړۍ او په خاصه توګه د افغانانو نظريات ډېر منفور دي او كه په افغانستان كې د فعاليت لپاره ځان وخوځوي، له ځايي طالبانو سره به هم په غټه لانجه واوړي:(( د دوى جګړه ډېره رسوا جګړه ده، هر انسان كركه ترې لري، زموږ ملي ځواكونه به له دوى سره په خورا ټينګار وجنګېږي، خلك به يې هم پرېنږدي حتى وسله وال طالبان به هم له دوى سره د شديدو اختلافاتو له کبله خونړۍ جګړې وكړي، لكه په هلمند كې چې اوس موږ او تاسې اورو.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


