ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن په دوبۍ کې د ايرلنډ له لوبډلې سره يو ورځنۍ نړيواله سيالي ترسره كړي. افغان لوبډله د كركټ د نړيوال جام لوبو ته د تياريو لپاره له سكاټلنډ او ايرلنډ سره د څلورو يو ورځنيو لوبو د لړۍ ترسره كولو په هدف اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې ده.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن په دوبۍ کې د ايرلنډ له لوبډلې سره يو ورځنۍ نړيواله سيالي ترسره كړي.
افغان لوبډله د كركټ د نړيوال جام لوبو ته د تياريو لپاره له سكاټلنډ او ايرلنډ سره د څلورو يو ورځنيو لوبو د لړۍ ترسره كولو په هدف اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې ده.
د كركټ ملي لوبډلې تر دې مخكې په خپله لومړۍ لوبه كې سيالې سكاټلنډ لوبډلې ته د ۸ وېكټو په توپير ستره ماتې وركړه، په دويمه لوبه كې يې د ايرلنډ له لوبډلې او په درېيمه لوبه كې يې له سكاټلنډ نه ستره ماتې وخوړه.
د نن ورځې تر لوبې وروسته به د كركټ ملي لوبډله د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام په سياليو كې برخه واخلي، چې د راتلونكې فبرورۍ مياشتې په څوارلسمه نېټه په اسټراليا او نيوزيلنډ کې پيلېږي.
د نړيوال جام په سياليو کې به د افغانستان لومړۍ لوبه د فبرورۍ په اتلسمه له بنګله دېش سره وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


