ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا په دوبۍ کې د ايرلنډ له لوبډلې سره يو ورځنۍ نړيواله سيالي ترسره كړي. افغان لوبډله د كركټ د نړيوال جام لوبو ته د تياريو لپاره له سكاټلنډ او ايرلنډ سره د څلورو يو ورځنيو لوبو د لړۍ ترسره كولو په هدف اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې ده.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا په دوبۍ کې د ايرلنډ له لوبډلې سره يو ورځنۍ نړيواله سيالي ترسره كړي.
افغان لوبډله د كركټ د نړيوال جام لوبو ته د تياريو لپاره له سكاټلنډ او ايرلنډ سره د څلورو يو ورځنيو لوبو د لړۍ ترسره كولو په هدف اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې ده.
د كركټ ملي لوبډلې تر دې مخكې په خپله لومړۍ لوبه كې سيالې سكاټلنډ لوبډلې ته د ۸ وېكټو په توپير ستره ماتې وركړه، په دويمه لوبه كې يې د ايرلنډ له لوبډلې او په درېيمه لوبه كې يې له سكاټلنډ نه ماتې وخوړه.


