امريكايي بې پيلوټه الوتکې په قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان كې د وسله والو پر يوه مرکز بريد کړى، چې له كبله نهو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې. ځايي امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکې د پنجشنبې په ورځ د جنوبي وزيرستان مرکز واڼه ته نږدې په وچه دره نومې سيمه کې د مېشتو وسله
امريكايي بې پيلوټه الوتکې په قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان كې د وسله والو پر يوه مرکز بريد کړى، چې له كبله نهو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ځايي امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکې د پنجشنبې په ورځ د جنوبي وزيرستان مرکز واڼه ته نږدې په وچه دره نومې سيمه کې د مېشتو وسله والو پر يوه مرکز بريد کړى، چې له كبله يې يې لږ تر لږه ٦ وسله وال وژل شوي او ٣ نور ټپيان دي.
د دوى په وينا، بې پلوټه الوتکې د وسله والو پر مرکز پرله پسې دوه توغندي وېشتي، چې په نتيجه کې يې مرکز په بشپړه توګه له منځه تللى دى.
بلخوا د پاکستان يوه لوړ پوړي امنيتي چارواکي، چې نوم يې نه دى اخيستل شوى؛ رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې په جنوبي وزيرستان کې د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ٢ ازبک جنګيالي هم وژل شوي دي.
دا په روان ٢٠١٥ ميلادي کال کې پر جنوبي وزيرستان د امريکايي بې پيلوټه الوتکې لومړى بريد دى.


