ads

افغان حكومت د پاکستان له خوا د حقاني شبکې د غيرقانوني اعلانولو د پلان هرکلى وكړ

له امريكا وروسته افغان حكومت هم د پاکستان د هغه پلان هرکلى وكړ، چې غواړي حقاني شبکه غيرقانوني اعلان کړي. د پاکستان اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې پرون د امنيتي چارواکو په حواله رپوټ وركړ، چې وايي، په نژدې ورځو کې به د حقاني شبکې او يوولسو نورو ترهګرو ډلو پر فعاليتونو له امريكا وروسته افغان حكومت […]

نویسنده: TKG
26 مرغومی 1393

له امريكا وروسته افغان حكومت هم د پاکستان د هغه پلان هرکلى وكړ، چې غواړي حقاني شبکه غيرقانوني اعلان کړي. د پاکستان اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې پرون د امنيتي چارواکو په حواله رپوټ وركړ، چې وايي، په نژدې ورځو کې به د حقاني شبکې او يوولسو نورو ترهګرو ډلو پر فعاليتونو

له امريكا وروسته افغان حكومت هم د پاکستان د هغه پلان هرکلى وكړ، چې غواړي حقاني شبکه غيرقانوني اعلان کړي.
د پاکستان اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې پرون د امنيتي چارواکو په حواله رپوټ وركړ، چې وايي، په نژدې ورځو کې به د حقاني شبکې او يوولسو نورو ترهګرو ډلو پر فعاليتونو بنديز ولګول شي.
پاكستاني امنيتي چارواكو ويلي، چې دا کار د پاکستان د بدلېدونکې پاليسۍ يوه برخه ده.
د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند دولت وزيري نن كليد ته وويل، چې د پاكستان دا اقدام به د افغانستان پر امنيت مثبت اغېز وكړي.
د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند سراج الحق سراج بيا وايي، چې دوى تل د تروريزم په وړاندې د ګډې مبارزې غوښتونكي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماري هارف هم پرون په خپلو خبرو كې داپه پاکستان کې د تروريستي فعاليتونو د له مينځه وړلو لپاره يو مهم اقدام وباله.
د هغې په وينا، د بهرنيو چارو وزير جان کېري اسلام آباد ته د وروستي سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره له تروريزم سره د مبارزې په اړه هراړخيزې خبرې وکړې.
حقاني شبکه د امريکا له لوري په ۲۰۱۲ ميلادي کال كې د ترهګرو په لېست کې شامله شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA