د عراق یو شمېر خبري سرچینو د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د ټپي کېدو خبر ور کړی دی. د فارس خبري اژانس د عراق د یو شمېر خبري سرچینو له قوله ویلي، چې ابوبكر البغدادي د موصل ښار څنډو كې په یوه هوایي برید کې سخت ټپي شوی
د عراق یو شمېر خبري سرچینو د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د ټپي کېدو خبر ور کړی دی.
د فارس خبري اژانس د عراق د یو شمېر خبري سرچینو له قوله ویلي، چې ابوبكر البغدادي د موصل ښار څنډو كې په یوه هوایي برید کې سخت ټپي شوی دی.
د العالم تلویزوني شبکې هم د البغدادي د ټپي کېدو راپور خپور کړى دى.
په راپور کې همدا راز زیاته شوې، چې د هوایي برید په پایله کې د داعش یوشمېر نور لوړپوړي قوماندانان هم ټپیان شوي دي.
د صوت العراق شبکې یوه غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، هم تایید کړه، چې ایتلافي ځواکونو د سې شنبې په شپې د موصل په جنوب كې هوایي برید کړى، چې په ترڅ كې يې البغدادي ټپي شوی دی.
تراوسه خپلواکو سر چینو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم داعش وسله والې ډلې په دې اړه څه ويلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


