ads

نوې کابینه کې د یو شمېر وړ اشخاصو شتون هيله بښونکى دى

د مسلکي او متخصصو کسانو د کمې ونډې باوجود، نوې کابینه کې نوې څېرې نوې هيلې ټوکولای شي. تر درې مياشتني ځنډ وروسته افغان حکومت ایله خپله کابینه اعلان کړه. په دې کابینه کې د درېيو ښځو حضور او د یو شمېر وړ اشخاصو شتون هيله     د مسلکي او متخصصو کسانو د کمې […]

نویسنده: TKG
23 مرغومی 1393
نوې کابینه کې د یو شمېر وړ اشخاصو شتون هيله بښونکى دى

د مسلکي او متخصصو کسانو د کمې ونډې باوجود، نوې کابینه کې نوې څېرې نوې هيلې ټوکولای شي. تر درې مياشتني ځنډ وروسته افغان حکومت ایله خپله کابینه اعلان کړه. په دې کابینه کې د درېيو ښځو حضور او د یو شمېر وړ اشخاصو شتون هيله

 

 

د مسلکي او متخصصو کسانو د کمې ونډې باوجود، نوې کابینه کې نوې څېرې نوې هيلې ټوکولای شي.

تر درې مياشتني ځنډ وروسته افغان حکومت ایله خپله کابینه اعلان کړه. په دې کابینه کې د درېيو ښځو حضور او د یو شمېر وړ اشخاصو شتون هيله بښونکى دى، تمه ده چې له ولسي جرګې د کاندید وزیرانو د اعتماد له رايې اخستلو وروسته د هيواد په امنيتي او اقتصادي حالت کې د تمې وړ بدلون رامنځته شي.

په تېرو درېيو میاشتو کې د کابینې بیا ځنډېدل له ډېرو ګمانونو سره مل و، یوه اندېښنه دا وه چې ښايي د دې ځنډ یو علت دا وي چې هر لوری د کمپاين د دورې د مجبوریتونو له مخې داسې رامخته کړي چې هیڅ ډول کاري وړتیا او مسلکيتوب ونه لري. بله اندېښنه د جنګي څېرو د حضور وه او درېیمه هغه يې د ونډې وېش وه، چې هر یو لوری به کوښښ کوي چې مهم وزارتونه خپل کړي.

خو اوس چې پر دې ټولو اندېښنو سربېره نوې کابینه اعلان شوه او کابو نوې څېرې په کې ډېرې دي او هغه د قحط رجال ستونزه هم نوره رفع شوې ښکاري، د ولس توقع دا ده چې دغه نوې څېرې له ولسي جرګې نه تر رايې اخستلو وروسته ټولو هغو تعلقاتو ته شا واړوي چې په تېرو دیارلسو کلونو کې يې تجربه کول د افغانانو لپاره په ګران قیمت تمام او د افغانستان د پرمختګ مخه يې ډپ کړه.

افغانستان چې له څه دپاڅه دېرشو کلونو د تحميلي جګړو او د نورو د ګټو قرباني شوی، دا دی نن و سبا کې په داسې يوه مرحله کې واقع دی چې د چارواکو لږه بې پروايي او سلیقوي چلند يې نور هم ټکنی کولای او له نویو ننګونو سره مخ کولای شي. تر پرونه افغانستان، افغانان او افغان دولت له یوه خطرناک سیمه ييز مخالفت سره مخ وو، خو دا دی ګورو چې پر دې مخالفت سربېره یو بل خطرناک بهیر هم راپیل شوی چې افغان چارواکو يې تازه په تازه حضور تاييد کړی دی.

د افغانستان جغرافیایي موقعیت تل دغه هیواد د نورو د جګړو او مخالفتونو په ډګر اړولی او قربانیان يې افغانان پاتې شوي. دا چې دغه هیواد په یو داسې نوی ډګر بدل شي چې هم افغانانو ژوند ورسره تضمین شي او هم سیمه او نړۍ دې ته حاظره شي چې افغانستان په داسې یو ډګر ومني، زموږ رښتني افغاني هوډ ته اړتیا لري، نه نورو موقتي اړیکو پاللو ته.

له نوې کابینې د افغانانو ستره هیله هم دا ده چې په هڅه يې افغانستان د نورو د جګړو ډګر نه بلکې د سیمې او نړۍ په کچه په یو اقتصادي ډګر بدل شي.

حکومت تر ښه ځنډ وروسته، چې افغانان فکر کوي، خپله کابینه يې په ډېر دقت او جدیت انتخاب کړې ده، کابینه بشپړه او ولسي جرګې ته ور وپېژندله. اوس د ولسي جرګې یا د خلکو د استازو کار دی چې د افغانستان او افغانانو ګټو ته په پام، تر ژورې مطالعې او دقت وروسته هغو کسانو ته د اعتماد رایه ورکړي، چې د پرمختګ او ترقۍ لپاره کار کولای شي.

دا هیله ځکه څرګندېږي چې په تېر وخت کې دا اندېښنې موجودې وې چې ډېر ځله په داسې مواردو کې سلیقوي چلند شوی او همدغه سلیقوي چلند بیا د دې سبب وګرځېد چې افغانستان د پرمختګ ډګر ته داخل نه شو او امنیتي ستونزو ورځ تر بلې زور واخست. اقتصاد مو مخ په ځوړ لاړ او اداري فساد د بشپړ حاکمیت تر بریده ورسېد.

افغانان په نوې کابینه کې د نویو څېرو، یو شمېر وړ کسانو او دریو ښځو شتون ته خوشبينه دي، خو دا خوشبیني به يې هغه وخت د باور ښه رنګ راوړي چې دغه نوې څېرې، په خپله تازه انرژي، د پرمختګ لپاره لار پرانيزي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA