ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا په دوبۍ کې د سكاټلنډ له لوبډلې سره يو ورځنۍ نړيواله سيالي ترسره كړي. افغان لوبډله د كركټ د نړيوال جام لوبو ته د تياريو لپاره له سكاټلنډ او ايرلنډ سره د څلورو يو ورځنيو لوبو د لړۍ ترسره كولو په هدف اوسمهال په متحده عربي
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا په دوبۍ کې د سكاټلنډ له لوبډلې سره يو ورځنۍ نړيواله سيالي ترسره كړي.
افغان لوبډله د كركټ د نړيوال جام لوبو ته د تياريو لپاره له سكاټلنډ او ايرلنډ سره د څلورو يو ورځنيو لوبو د لړۍ ترسره كولو په هدف اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې ده.
د كركټ ملي لوبډلې تر دې مخكې په خپله لومړۍ لوبه كې سيالې سكاټلنډ لوبډلې ته د ۸ وېكټو په توپير ستره ماتې وركړه، خو په دويمه لوبه كې يې له سختې سيالۍ وروسته د ايرلنډ له لوبډلې څخه په درې وېكټو ماتې وخوړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


