د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كېري وايي، دوى له پاكستان سره د اوږدمهالو اړيكو غوښتونكي دي او د هند او پاكستان ترمنځ د اړيكو د ښه كېدو لپاره كار كوي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كېري وايي، دوى له پاكستان سره د اوږدمهالو اړيكو غوښتونكي دي او د هند او پاكستان ترمنځ د اړيكو د ښه كېدو لپاره كار كوي.
نوموړي، چې نن يې په اسلام اباد كې د پاكستان د لومړي وزير د ملي امنيت له سلاكار سرتاج عزيز سره په يوه ګډه خبري غونډه كې خبرې كولې، زياته كړه چې له تروريزم سره مبارزه اوس هم دوام لري او د پاكستان پوځ بايد د ټولو تروريستي ډلو پرضد اقدام وكړي.
د نوموړي په وينا، ښه او بد طالب وجود نه لري او له پاكستان سره به له تروريزم سره د مبارزې په هدف دوه سوه ميليون ډالره مرسته وكړي.
جان كېري همدارنګه وويل، چې امريكا يوه سوله ييز او باثبات افغانستان ته ژمنه ده او امريكا تراوسه په دغه هېواد كې خپل رول پاى ته نه دى رسولى.
د امريكا د بهرنيو چارو وزير وايي، چې د افغانستان، پاكستان او امريكا درې اړخيزې خبرې دوام لري.
بلخوا د پاكستان د لومړي وزير د ملي امنيت له سلاكار سرتاج عزيز وويل، چې پاكستان به د ټولو تروريستي ډلو په وړاندې بغير له كوم توپيره اقدام وكړي او په وينا يې، دوى په خپل هېواد كې د تررويزم د له منځه وړلو لپاره ژمن دي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كېري پرون په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته لاړ او د پاكستان له لومړي وزير نواز شريف او د پوځ له لوى درستيز راحيل شريف سره يې وکتل، خو د خبرو جزيات يې نه دي خپاره شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


