ads

د پكتيكا په جاني خېلو کې د ملي پیوستون پروګرام پیل شو

د پکتیکا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د شاوخوا۱۰۰ ميلېونه افغانیو په ارزښت د ملي پیوستون پروګرام پیل شو. د دې پروګرام له مخې به د یادې ولسوالۍ خلکو ته د قومي شوراګانو پرمټ او د خلکو په غوښتنه د اوبو لاسي بمبې، د لویو لارو او پلچکو جوړول او یو د پکتیکا ولایت […]

نویسنده: TKG
22 مرغومی 1393
د پكتيكا په جاني خېلو کې د ملي پیوستون پروګرام پیل شو

د پکتیکا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د شاوخوا۱۰۰ ميلېونه افغانیو په ارزښت د ملي پیوستون پروګرام پیل شو. د دې پروګرام له مخې به د یادې ولسوالۍ خلکو ته د قومي شوراګانو پرمټ او د خلکو په غوښتنه د اوبو لاسي بمبې، د لویو لارو او پلچکو جوړول او یو

د پکتیکا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د شاوخوا۱۰۰ ميلېونه افغانیو په ارزښت د ملي پیوستون پروګرام پیل شو.

د دې پروګرام له مخې به د یادې ولسوالۍ خلکو ته د قومي شوراګانو پرمټ او د خلکو په غوښتنه د اوبو لاسي بمبې، د لویو لارو او پلچکو جوړول او یو شمېر نور ټولنیز کارونه ترسره شي.

په پکتیکا کې د ملي پیوستون د پروګرام مشر انجينیر جاوید كليد ته وویل، د جاني خېل ولسوالۍ خلکو د ملي پیوستون د شوراګانو له لارې پروژې ټاکلي، دوى او اړوند وزارت ته يې وړاندیز کړي دي.

د ده په وينا، اوس دغه پروژې چې شاوخوا ۱۰۰ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي منظورې شوي.

نوموړي زياته كړه، په پیل کې به د څښلو د اوبو د لاسي پمپونو کار پیل شي او د ژمي له تېرېدو وروسته به هغه کارونه ترسره شي چې، خلكو وړاندیز کړې دي.

ده له ځایي خلکو وغوښتل، چې د دغو پروژو کارونه په پوره صداقت او شفافیت سره ترسره کړي.

په ورته وخت كې د جاني خېلو ولسوال حاجې محمد نعیم وویل، د جاني خېلو خلک له پیل څخه دولت پلوه او له دولت سره همکار دي او خپل ډېر کارونه یې په خپله د اشر په ډول ترسره کړي، خو اوس خلک دولت او د ملي پیوستون پروګرام ته سترګې په لاره دي، چې دولت ورته څه ډول کار کوي.

د دې سیمې یوه قومي مشر بشارت الله بیا په خپلو خبرو کې وویل، دلته د خلکو او قومونو ترمنځ‌ اتحاد او اتفاق دی همدا لامل دى، چې د دې سیمې امنیت ښه دی.

هغه د ملي پیوستون په پروګرام خوښي وښوده، چې په دې سیمه کې عملي کېږي.

د جاني خېلو ولسوالۍ یوه بل قومي مشر محمد شاه کامراني هم د ملي پیوستون د پروګرام په اړه وویل، دا پروګرام په داسې وخت کې پیلېږي، چې د دوى ډېری ځوانان بې کاره دي او په دې سره به ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه وویل، ځوانانو ته د دایمي کار د پیدا کېدو او د هېواد د اقتصاد، د پیاوړتیا لپاره لازمه ده، چې د جانې خېلو د تېلو پر زېرمو او د ډبرو سکرو په کانونو کار وشي.

د یادونې وړ ده، چې د ملي پیوستون پروګرام د پنځه کلن ځنډ وروسته یوځل بیا د پکتیکا ولایت په هغو سیمو کې پلی کیږي، چې پخوا تر دې پکې نه وو پلی شوی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA