د امریکا د ځواکونو عمومي قوماندان د ایران د اتومي پرواګرام د لانجمنو خبرو د اوږدولو په صورت کې د نظامي چمتووالي خبر ور کړ. جنرال مارتین ډمپسي په یوه ټلیفوني مرکه کې رسنیو ته پرون وویل، که چیرې له ایران سره د اتومي خبرو پایله ور نکړه، دوی غوره ګڼي، چې د نظامي برید له لارې د ایران اتومي تاسیسات له مینځه یوسي.
د امریکا د ځواکونو عمومي قوماندان د ایران د اتومي پرواګرام د لانجمنو خبرو د اوږدولو په صورت کې د نظامي چمتووالي خبر ور کړ.
جنرال مارتین ډمپسي په یوه ټلیفوني مرکه کې رسنیو ته پرون وویل، که چیرې له ایران سره د اتومي خبرو پایله ور نکړه، دوی غوره ګڼي، چې د نظامي برید له لارې د ایران اتومي تاسیسات له مینځه یوسي.
د کویټ رسمي خبري اژانس د راپور پر بنسټ د امریکا د پوځ لوی درستیز دمپسي زیاته کړې، چې ځواکونه یی بشپړ چمتو والی لري، تر څو د ایران اتومي خبرو تر ناکامېدو وروسته يې په تاسیساتو نظامي برید وکړي او له مینځه یی یوسي.
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي، ایران او د امریکا متحده ایالات به چې کله د دواړو هیوادونو لوړ پوړي ډیپلوماتان د جنورۍ په ۱۴مه په جینوا کې غونډه کوي، د اټمي خبرو د پرمختګ لپاره لارې چارې ولټوي.
ظریف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري به د نړۍ د شپږو قدرتونو او ایران ترمنځ د خبرو د بل پړاو له پیلېدو مخکې سره وویني.
د دغو خبرو هدف د تهران د اټمي پروګرام پر سر د راپورته شوې دولس کلنې لانجې پایته رسول دي.
ایران وایی اتومي پروګرام یې سوله يیز دی او د یورانیمو له غني کولو یې یواځې موخه د برېښنا انرژي لاسته راوړل دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


