ads

۳۸۰۰ تنو ښځو ته كار موندنه

افغانې ښځې د غالیو اوبدلو او لاسي صنایعو په برخه کې ښې وړتیاوې لري او د سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغو وړتیاوو د پراخولو لپاره به اړین پلانونه جوړ کړي. افغانې ښځې د غالیو اوبدلو او لاسي صنایعو په برخه کې ښې وړتیاوې لري او د سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغو وړتیاوو د […]

نویسنده: TKG
21 مرغومی 1393

افغانې ښځې د غالیو اوبدلو او لاسي صنایعو په برخه کې ښې وړتیاوې لري او د سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغو وړتیاوو د پراخولو لپاره به اړین پلانونه جوړ کړي.

افغانې ښځې د غالیو اوبدلو او لاسي صنایعو په برخه کې ښې وړتیاوې لري او د سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغو وړتیاوو د پراخولو لپاره به اړین پلانونه جوړ کړي.

د تنویر په نوم د پانګونې شرکت چې ۳۸۰۰ ښځو ته یې کار موندلی؛ د غالیو، لاسي صنایعو او ښځو لپاره د کار موندنې په خاطر د عربو ښځو د جایزې په ترلاسه کولو وستایل شو.

د تنویر شرکت مشر داوود جبارخېل د دې جايزې په اړه وايي: (( زموږ شركت د عربو ښځو جايزه چې د ټول عربستان په كچه د ښځو جايزه ده؛ د هغه محفل په ترڅ كې چې په ابوظبي كې جوړ شوى و او د بېل كلېنټن د ښځې او د نړۍ د يو شمېر مشرانو د ښځو په ګډون ۴۰۰ مشهورو ښځو په كې ګډون كړى وو؛ ترلاسه كړه.))

د هغه په خبره، د دې جايزې ارزښت په دې كې دى چې د تنوير د (FBMI) په نوم برخې په افغانستان كې د ښځو كارونو ته بشر دوستانه پاملرنه كړې، ښه معاش وركول، د ټرانسپورټ د پيسو وركول، د ښځو تعليم ته پاملرنه او د كار د ښه وضعيت برابرول يې له ښېګڼو څخه دي.

جبارخېل زياتوي:” زموږ شركت پروسږ كال په جرمني كې يو لوى افتخار له دې كبله ترلاسه كړ چې د لومړي ځل لپاره داسې شركت په افغانستان كې شته چې له ماشومانو نه د غالۍ په اوبدلو كې كار نه اخلي.”

د نوموړي په خبره، له ۳۸۰۰ ښځو څخه چې په ۱۵ ولايتونو كې په كار بوختې دي؛ ۳۰ فيصده يې كونډې ښځې دي او د قرار داد له مخې بايد خپل ماشومان چې له ۱۵ كلونو څخه كم عمر ولري؛ ښوونځيو ته د تعليم په هدف ولېږي.

د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الكوزى بيا وايي، د جهاد په وخت كې چې افغانان په كمپونو كې وو؛ د غالۍ اوبدلو صنعت ډېر پرمختګ وكړ او زياته اړتيا هم ورته وه، خو اوس په افغانستان كې تر جوړېدو وروسته د قيچي كارۍ، وينځلو او نورو اړتياوو پوره كولو لپاره پاكستان ته وړل كېږي چې مصرف پرې ډېر راځي.

د هغه وړانديز دا دى چې د غاليو لپاره بايد اكاډمي جوړه شي، د نقشې، ډيزاين او كارګاوو له لحاظه بايد له بدوي حالت څخه راووځي او عصري حالت غوره كړي او همدارنګه د ښځو روغتيا ته پكې پاملرنه وشي.

د نوموړي په وينا، حكومت او خصوصي سكټور كولاى شي د صنعتي پاركونو په جوړولو او د خرڅلاو د ماركېټونو په موندلو سره دې صنعت ته وده وركړي.

د سوداګرۍ وزارت پراختیایي مرستیال متصل کومکي بيا په دې اړه د افغان حكومت له كړنو څخه داسې يادونه كوي: (( موږ د يو سكټوري وزارت په صفت د  متشبثو ښځو لپاره يو كاري ګروپ جوړ كړى چې له بېلابېلو سكټورونو سره مياشتنۍ جلسې لرو، ستونزې او وړانديزونه يې اورو او د هغو پر بنسټ خپل پلانونه جوړوو، زموږ هڅه دا ده چې ښځو ته لا زياتې كاري ساحې پيدا شي.))

كوم سكټورونه چې ښځې پكې زياتې په كار بوختې دي او د پرمختګ زمينه يې برابره ده؛ د لاسي صنايعو، د خوراكي موادو د پروسس، د قېمتي او نيمه قېمتي ډبرو او د حجارۍ او نجارۍ برخې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA