د عامې روغتیا وزارت چارواکي د هوا پر ککړتیا اندېښمن دي او وایي چې له کبله يې ګڼ خلک په ناروغیو اخته شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر کابل ښاریان؛ په بېلابېلو موسمي ناروغیو اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي د هوا پر ککړتیا اندېښمن دي او وایي چې له کبله يې ګڼ خلک په ناروغیو اخته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر کابل ښاریان؛ په بېلابېلو موسمي ناروغیو اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې که د هوا د ککړتیا کمولو ته اقدام ونه شي؛ روانې موسمي ناروغۍ به د نورو ناروغیو د خپرېدو سبب شي.
د ژمي د سړې هوا له کبله چې زموږ هېواد وال کوم بې کیفیته د سون توکي استفاده کوي، دا ټول دود او غبار له هوا سره یوځای کېږي او د تنفس له لارې سینې او سږو ته ننوځي او د بېلابېلو تنفسي ناروغیو سبب ګرځي.
په همدې حال كې د چاپېریال ساتنې ادارې هم د هوا ککړتیا د خلکو د روغتیا لپاره جدي ګواښ بللی دی او خبرداری یې ورکړی چې که د مخنیوي لپاره یې ګامونه اوچت نه شي خلک به له سخت ګواښ سره مخ شي او په دې برخه کې یې د اړوندو ارګانونو او خلکو د مرستې غوښتنه وکړه.
هغه ارقام چې د عامې روغتیا وزارت یې لري؛ تنفسي ناروغۍ درې برابره زیاتې شوې دي، خصوصا په لویو ښارونو کې د کابل په ګډون تنفسي ناروغۍ زیاتې شوي چې د قلبي او سرطاني ناروغیو سبب شوې دي.
دغه ستونزه تر ډېره د کابل ښاریانو لپاره د اندېښنې وړ ده، سربېره پر دې چې په دې وروستیو کې د دغې ستونزې د زیاتېدو له کبله د ځينو اړوندو ادارو لخوا دا دوه کاله د پنجشنبې ورځ رخصتي هم تصویب شوه، خو بیا هم دومره د پام وړ بدلون د ښار د چاپېریال په ښه کېدو کې نه دی راغلی او د روغتونونو مسوولین په دې اند دي چې روغتونونو ته په تنفسي ناروغیو د اخته ناروغانو مراجعه زیاته شوې ده.
دا څرګند حقیقت دی چې د نفوسو له زیاتوالي سره، ځینې ستونزې لکه د کثافاتو ډېرېدل، د نقلیه وسایطو بیروبار، په ښار کې د ګرد او دود زیاتوالی ټول د یوه ناسالمه چاپېریال د رامنځته کېدو زمینه برابروي.
محيطي ستونزو او د چاپېريال ككړتيا اوسني نسل ته لوى ګواښ متوجه كړى دى. پوهانو ته ثابته شوې ده، چې د چاپېريال ساتنې په برخه كې څېړنې نظر نورو ټولو څېړنو ته ستونزمنې، مهمې، د بېلابېلو برخو لرونكې او ضروري دي. چاپېريال ساتنه او د طبيعي توازن حفظ هم د بشريت او هم د ټولو نورو ژونديو موجوداتو لپاره حياتي ارزښت لري.
كه چېرې د افغانستان په كچه د يوه لوى او ستر مثال په توګه له كابل ښاره يادونه وكړو، ليدل كېږي چې نه يوازې سلګونه زره نقليه وسيلې په ورځنۍ كچه په ټنونو زهري ګازات فضا ته استوي، بلكې وړې او لويې فابريكې، داشونه، د خښتو بټۍ، بد رفتونه او د كاناليزاسيون نه موجوديت هم د چاپېريال په ككړولو كې خورا زياته ونډه لري چې دا ککړتیا بیا د تنفسي، سرطاني او نورو ګڼو ناروغیو سبب کېږي.
ښارونو ته د زياتو خلكو راماتېدو، د استوګنې لپاره د مناسبو كورونو كمښت او د ښاروالۍ د خدمتونو نشتوالي، په ښارونو كې د خلكو ګڼې ګوڼې او ترڅنګ يې د نقليه وسايلو زياتوالي د هوا او اوبو پر ككړتيا سربېره د ژوند چاپېريال له ډېر ناوړه حالت سره مخ كړى دى.
د کال په هر فصل او موسم کې د هېواد وګړي په تېره بیا کابل ښاریان، ښځې او ماشومان له ګڼو ناروغیو لکه د ګرمۍ په موسم کې د اسهالاتو او قی، په یخنۍ کې سینه او بغل، سا لنډۍ او نورو سره مخ کېږي او په روغتونونو کې د پوره امکاناتو د نشتوالي له کبله بیا ډېری دغه ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي او دا هغه څه دي چې هر کال تکرارېږي، خو له بده مرغه خاصه پاملرنه یې د مخنیوي لپاره نه کېږي.
د يو ملت د استوګنو د ژوند د چاپېريال ساتنه تر هر څه لومړى د هغوى خپله لومړنۍ او اساسي دنده ګڼل كېږي، ځكه چې انسان په خپله د ژوند د چاپېريال د تخريب او هم يې د ساتنې، بيارونې او ښېرازه كولو په چارو كې بنسټيز رول لري. نو همدې ټكي ته په پاملرنې موږ د خپل هېواد د ژوند د چاپېريال د ويجاړېدنې د مخنيوي لپاره تر هر څه لومړى په ملي سطحه د ژوند د چاپېريال ساتنې د فعالو ارګانونو او ادارو د موجوديت اړتيا احساسوو چې د اجراآتو لپاره لازم قوانين او لايحې ولري چې دا د دولت دنده او مسووليت دى او همدارنګه د ټولنې د استوګنو وګړو دنده ده چې د خپل چاپېریال په ساتنه کې له ښاروالۍ او نورو اړوندو چارواکو سره مرسته وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


