ads

كراچۍ ښار ته څېرمه ټرافيكي پېښې ۵۹ تنه وژلي دي

د پاکستان کراچۍ ښار ته څېرمه د يو بس او د تېلو د يو ټانکر د ټكر له كبله لږ تر لږه ۵۹ تنه وژل شوي دي. پوليس وايي، دا پېښه تېره شپه نږدې يوولس نيمې بجې رامنځته شوې او يو شمېر نور كسان په كې ټپيان شوي هم دي. د پاکستان کراچۍ ښار ته […]

نویسنده: TKG
21 مرغومی 1393
كراچۍ ښار ته څېرمه ټرافيكي پېښې ۵۹ تنه وژلي دي

د پاکستان کراچۍ ښار ته څېرمه د يو بس او د تېلو د يو ټانکر د ټكر له كبله لږ تر لږه ۵۹ تنه وژل شوي دي. پوليس وايي، دا پېښه تېره شپه نږدې يوولس نيمې بجې رامنځته شوې او يو شمېر نور كسان په كې ټپيان شوي هم دي.

د پاکستان کراچۍ ښار ته څېرمه د يو بس او د تېلو د يو ټانکر د ټكر له كبله لږ تر لږه ۵۹ تنه وژل شوي دي.

پوليس وايي، دا پېښه تېره شپه نږدې يوولس نيمې بجې رامنځته شوې او يو شمېر نور كسان په كې ټپيان شوي هم دي.

رپوټونه وايي، د تېلو ټانکر په ډېرې تېزۍ سره روان و،‌ چې له يوه مسافر وړونکي بس موټر سره ټکر شو.

د ټکر په پايله کې دواړو موټرو اور اخيستى.

ځينې سپرلۍ د موټر له چت نه په وتلو توانېدلي، خو ځينې نورې بيا په اور کې سوځېدلې دي.

په پاكستان كې هر کال لږ تر لږه ۹ زره ټرافيکي پېښې رامنځته كېږي، چې له كبله يې زرګونه كسان مري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA