ټاكل شوې ده، چې نن د بريتانيا، تركيې او هسپانيا لومړي وزيران او د جرمني، روسيې، امريكا، ډنمارك، اوكراين او ځينو نورو هېوادونو لوړ پوړي چارواكي په فرانسه كې له هغه لوی لاريون سره يوځای شي، چې د درې پرله پسې ورځو د بريدونو د قربانيانو د ياد له کبله پيلېږي.

د فرانسې د پايتخت پاريس په بريدونو كې ۱۷ تنه ووژل شول.
د فرانسې لومړي وزير پرون وويل، چې د يکشنبې په ورځ به د فرانسې خلک له ازادۍ سره د مينې چيغې ووهي.
په دغه هېواد كې پوليس د درېيو بريد كوونكو، چې پوليسو د دوو يرغمل پېښو په پايله کې ووژل، د همکارانو په لټه کې دي.
د فرانسې د کورنيو چارو وزير برنارډ کزينيوف ويلي، د هېواد خوندي کولو لپاره به ټول اړين ګامونه پورته کړي او په وينا يې، هېواد به يې تر راتلونکو څو اونيو پورې د لوړې درجې خبرداري په حالت کې وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ