د پاکستان د هوايي ځواک يو پخوانى كار كوونكى خالد محمود، چې پر پخواني جمهوررئيس جنرال پروېز مشرف بريد کې تورن پېژندل شوى و؛ پرون د راولپېنډۍ په مرکزي اډياله زندان کې اعدام شو .
د پاکستان د هوايي ځواک يو پخوانى كار كوونكى خالد محمود، چې پر پخواني جمهوررئيس جنرال پروېز مشرف بريد کې تورن پېژندل شوى و؛ پرون د راولپېنډۍ په مرکزي اډياله زندان کې اعدام شو .
خالد محمود او څلورو نورو کسانو ته د ۲۰۰۵ ميلادي کال د اکتوبر په درېيمه نېټه د يوې محکمې لخوا د مرګ سزا اورول شوې وه.
دغه کس له درېيو نورو سره يوځاى د ۲۰۰۳ ميلادي کال د ډسمبر په ۱۴ مه نېټه په راولپېنډۍ کې د پروېز مشرف د وژلو هڅه کړې وه .
يو شمېر خلک بيا په پاکستاني حکومت په دې نيوکه کوي، چې ولې يې د پنجاب ايالت اوسېدونکي ترهګر اکرم لاهوري ته د اعدام سزا ورنکړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

