د پاکستان د پنجاب ايالت په پېنډۍ ښار کې تېره شپه د شيعه ګانو پر يوه عبادت ځاى ځانمرګى بريد شوى، چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ٨ تنه وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.
د پاکستان د پنجاب ايالت په پېنډۍ ښار کې تېره شپه د شيعه ګانو پر يوه عبادت ځاى ځانمرګى بريد شوى، چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ٨ تنه وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.
د راولپېنډۍ ښار امنيتي چارواكي وايي، د بريد پر مهال په عبادت ځاى کې د ميلاد محفل روان و، چې لسګونو کسانو په کې برخه کې اخيستې وه.
د دوى په وينا، ځانمرګي بريد كوونكي هغه مهال په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توكو ته چاودنه وركړه، چې غوښتل يې د شيعه ګانو عبادت ځاى ته ځان ورسوي، خو په دروازه کې ولاړو امنيتي کسانو ودراوه.
په ټپيانو كې د ٥ تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى.
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف، جمهوررئيس ممنون حسين او يو شمېر نورو حکومتي چارواکو او سياسي مشرانو دغه ځانمرګى بريد په كلكه غندلى دى.
د دې بريد مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


