ads

د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره رښتينو او عملي هڅو ته اړتیا ده

د سیمې او نړۍ په کچه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره رښتينو او عملي هڅو ته اړتیا ده. ځکه ترهګري هغه پدیده نه ده چې یوازې په عادي خبرو، نظر شریکولو او ژمنه ورکولو سره مهاره شي. د سیمې او نړۍ په کچه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره رښتينو او عملي […]

نویسنده: TKG
20 مرغومی 1393
د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره رښتينو او عملي هڅو ته اړتیا ده

د سیمې او نړۍ په کچه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره رښتينو او عملي هڅو ته اړتیا ده. ځکه ترهګري هغه پدیده نه ده چې یوازې په عادي خبرو، نظر شریکولو او ژمنه ورکولو سره مهاره شي.

د سیمې او نړۍ په کچه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره رښتينو او عملي هڅو ته اړتیا ده. ځکه ترهګري هغه پدیده نه ده چې یوازې په عادي خبرو، نظر شریکولو او ژمنه ورکولو سره مهاره شي.

تېره ورځ د پښتونخوا د سیاسي مشرانو یو پلاوی کابل ته راغی. دغه پلاوي له افغان مشرانو سره په خپلو خبرو کې یوې مهمې موضوع ته اشاره وکړه او ويې ويل چې اوس اوس په پاکستان کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې بدلون راغلی دی.

له دې خبرې د پښتونخوا د سیاسي مشرانو هدف دا دی چې تر دې مخکې پاکستان ترهګري ته په داسې نظر نه کتل چې پاکستان ته هم زیان اړولی شي او له همدې کبله له دې پدیدې سره يې دوه ګونی چلند کاوه.  میاشت دوه مخ کې د نوازشریف د ملي امنيت مشاور سرتاج عزیز د ښو او بدو طالبانو خبره وکړه. هغه طالبان يې بد وګڼل چې په پاکستان کې جنګېږي او هغه يې بیا ښه ګڼل چې د افغان دولت په وړاندې جنګېږي. خو له هغه وروسته چې په پېښور کې پر یوه پوځي ښووڼخي ترهګریز برید وشو او ۱۳۲ تنه د ښوونځي زده کوونکي په کې ووژل شول، د پاکستاني چارواکو نظر بل ډول شو او ويې ويل چې طالبان ټول یو دي او د ښه او بد توپیر په کې ناسم کار دی.

ګڼو پاکستاني شنونکو دا برید ډېر خونړۍ او د پاکستان په تاریخ کې بې ساری وباله، دې شنونکو وویل چې اوس د دې وخت رارسیدلی چې د ترهګرۍ په وړاندې په دوه ګوني چلند او سیاست کې بدلون راشي.

د بي بي سي د اردو څانګې مشر عامر احمد خان دغې پېښې ته په کتو لیکي وو چې په پېښور کې پر هغه ښوونځي له برید وروسته چې د پوځ له خوا یې ملاتړ کېږي او څه د پاسه ۱۰۰ کوچنیانو ژوند اخلي، د داسي یوه هېواد لپاره چې په نړیواله کچه په ترهګړۍ تورن دی، د بدلون د راوستلو وخت دی. دا هغه څه دي چې اوس يې افغانستان د پښتونخوا راغلی پلاوی هم څرګندوي. د بدلون خبره يو ښه انکشاف ګڼل کېدای خو که چېرته پاکستاني دولت په رښتني توګه ورته ژمن پاتې شي.

پاکستاني طالبانو پر ښوونځي د برید مسؤولیت واخیست او ويې ویل چې دا برید یې په شمالي وزیرستان او خیبر ایجنسۍ کې د پوځ د بریدونو د غچ اخیستو په مقابل کې کړی.

تر برید وروسته، په ټول پاکستان کې درې ورځي ملي ویر اعلان شو، چې وروسته د پاکستان حکومت د برید په تړاو شپږ نیول شوي تورن کسان سم لاسي اعدام کړل. ګڼو هيوادونو او افغانستان پر دې پېښې ژوره خواشیني څرګنده او د ماشومانو وژل يې وغندل.

افغانستان له کلونو راهيسې له پاکستانه د ترهګرۍ په وړاندې د رښتني مبارزې غوښتنه کړې او دا پديده يې د پاکستان او افغانستان ګډه ستونزه بللې، افغانستان هر ځل دا غوښتي چې پاکستان دې هغو ډلو ته په خپله سینه کې ځای ورنه کړي چې نن افغانستان او سبا پاکستان ته سرخوږی جوړېږي.

افغانان د پښتونخوا د راغلي پلاوي دې خبرو ته په پوره خوشبیني ګوري او هيله لري چې واقعا پاکستان دې پايلې ته رسیدلی وي چې د ترهګرۍ په وړاندې د خپلې مبارزې سیاست ته بدلون ورکړي، چې هم افغانستان بشپړ ثبات ته ورسېږي او پاکستان بې ثباته نه شي. ترهګري داسې پديده نه ده چې په يو ځای متمرکز پاتې شي بلکې ریښې ځلغوې او هر ځای په اور بدلولای شي. که پاکستان د بدلون خبره کوي په کار ده چې عملي او بېړني اقدامات يې هم په وړاندې خپل کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA