ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د کرکټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په هدف نن له ايرلنډ سره خپله لومړۍ لوبه وكړي.
ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د کرکټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په هدف نن له ايرلنډ سره خپله لومړۍ لوبه وكړي.
افغان لوبډلې د روانې جنورۍ مياشتې په اتمه له سكاټلنډ څخه خپله لومړۍ لوبه وګټله.
افغان لوبډله د سکاټلنډ او ايرلنډ پر وړاندې د څلورو نړيوالو يو ورځنيو لوبو د ترسره كولو لپاره اوسمهال په متحده عربي اماراتو كې ده.
ملي لوبډله په دغه سفر کې دوه نړيوالې يو ورځنۍ سيالۍ د سکاټلنډ او دوه نورې د ايرلنډ ملي لوبډلو سره ترسره كوي.
د افغان ملي لوبډلې او سكاټلنډ ترمنځ لومړۍ سيالي د روانې جنورۍ مياشتې په ۸ مه ترسره شوه، نن له ايرلنډ سره لومړۍ لوبه ترسره كوي او پاتې دوه لوبې به د جنورۍ په ۱۴مې او ۱۷مې ترسره کړي.
ټاکل شوې ده، چې د کرکټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سيالۍ د ۲۰۱۵م کال په فبرورۍ مياشت كې پيل او په اسټراليا او نيوزيلانډ کې ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


