ads

لغمان كې د څه باندې ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې پرانیستل شوې

لغمان كې د څه باندې ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د مستوفيت ودانۍ جوړه او دغه راز د ۲۷ نيم ميليونه افغانيو په ارزښت د يوه سرپټي جمنازيوم د بنسټ ډبره كېښودل شوه.د لغمان ولايت له مطبوعاتي دفتره كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، د مستوفيت دغه دوه پوړیزه ودانۍ چې ۲۴ خونې […]

نویسنده: TKG
19 مرغومی 1393
لغمان كې د څه باندې ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې پرانیستل شوې

لغمان كې د څه باندې ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د مستوفيت ودانۍ جوړه او دغه راز د ۲۷ نيم ميليونه افغانيو په ارزښت د يوه سرپټي جمنازيوم د بنسټ ډبره كېښودل شوه.
د لغمان ولايت له مطبوعاتي دفتره كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، د مستوفيت دغه دوه پوړیزه ودانۍ چې ۲۴ خونې لري د سلطان غازي بابا ښارګوټي په اداري سیمه کې په دوه جریبه او اته بسوې ځمکه کې د ماليې وزارت په مالي لګښت د یو کال په موده کې جوړه شوې.

خبرپاڼې زياته كړې، بل لور ته د ۲۷ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د لومړي ځل لپاره په لغمان کې د یو سرپټي جمنازیوم د بنسټ ډبره د لغمان کېښودل شوه.
د سرچينې په وينا، دغه جمنازیوم چې ټولې سپورتي لوبې به په کې تر سره کیږي ۴۸ متره اوږدوالی، ۴۱ متره سور، ۱۰ متر لوړوالی، ۱۴ خونې او دوه سالونونه لري چې په یوه وخت کې به د ۵۰۰ تنو د ځایېدو ظرفیت ولري چې چارې به يې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA