ads

افغان ملي لوبډلې سکاټلنډ ته په نړيواله يوه ورځنۍ سيالۍ کې ماتې ورکړه

د سکاټلنډ او ایرلنډ هېوادونو پر وړاندې د څلورو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له سکاټلنډ څخه وګټله. د لوبې پچه د ملي لوبډلې لوبډلمشر وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، چې  سکاټلنډ لوبډلې په ټاکل شویو ۴۵ اورونو کې د ۸ لوبغاړو […]

نویسنده: TKG
19 مرغومی 1393

د سکاټلنډ او ایرلنډ هېوادونو پر وړاندې د څلورو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له سکاټلنډ څخه وګټله. د لوبې پچه د ملي لوبډلې لوبډلمشر وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، چې  سکاټلنډ لوبډلې په ټاکل شویو ۴۵ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۶ منډې

 

د سکاټلنډ او ایرلنډ هېوادونو پر وړاندې د څلورو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له سکاټلنډ څخه وګټله.
د لوبې پچه د ملي لوبډلې لوبډلمشر وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، چې  سکاټلنډ لوبډلې په ټاکل شویو ۴۵ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۶ منډې وكړې او افغان لوبډلې ته يې د ۲۳۷ منډو هدف كېښود.
د افغان توپ اچوونکو له لورې دولت ځدراڼ ۳ او میرویس اشرف د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د كركټ ملي لوبغاړو ټاکل شوی هدف د سیالۍ په ۳۸ اور کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو بشپړ کړ.
د افغانستان د ملي لوډلې له ډلې جاوېد احمدي ۷۴، ناصر جمال ۵۲، عثمان غني ۴۸ او افسر ځاځي هم ۴۸ منډې جوړې کړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA