ads

کندهار کې د هلکانو ګډول دود شوي

كندهار د ولسي سندرو د پاچا عبيدالله جان كور دى، دلته به يو وخت د خوښيو مراسم د محلي سندرغاړو په ټنګ ټكور ښكلي وو، خو اوس دې هر څه خپل رنګ اړولى، له بازاري موسيقۍ سره په ودونو او نورو مراسمو كې هلكان ګډا ته راوستل كېږي. كندهار د ولسي سندرو د پاچا عبيدالله […]

نویسنده: TKG
16 مرغومی 1393
کندهار کې د هلکانو ګډول دود شوي

كندهار د ولسي سندرو د پاچا عبيدالله جان كور دى، دلته به يو وخت د خوښيو مراسم د محلي سندرغاړو په ټنګ ټكور ښكلي وو، خو اوس دې هر څه خپل رنګ اړولى، له بازاري موسيقۍ سره په ودونو او نورو مراسمو كې هلكان ګډا ته راوستل كېږي.

كندهار د ولسي سندرو د پاچا عبيدالله جان كور دى، دلته به يو وخت د خوښيو مراسم د محلي سندرغاړو په ټنګ ټكور ښكلي وو، خو اوس دې هر څه خپل رنګ اړولى، له بازاري موسيقۍ سره په ودونو او نورو مراسمو كې هلكان ګډا ته راوستل كېږي.

زيات شمېر كندهاريان له دې ناوړه پديدې بد وړي او وايي، دغه ډول چارې له تېرو پنځو كلونو راهيسې د غټو خلكو په ودونو او نورو مراسمو كې دود شوي، خو اوس ورته يو شمېر نورو خلكو هم مخه كړې ده.

د كندهار اوسېدونكى نور احمد په دې اړه وايي، طبيعت يې هېڅ نه مني چې په كندهار كې دې دا دود وجود ولري، خو كله چې په يو شمېر ودونو كې دا ډول چارې وويني له خجالته يې سر ټيټ شي:(( دې كار د كندهاريانو رنګ وربد كړى دی، امنيتي كسانو ته په دې اړه شكايتونه ډېر شوي، خو تر اوسه دا پديده نه ده ورکه شوې.))

۲۵ كلن محمد اقبال هم وايي چې په ودونو او نورو مراسمو كې د هلكانو ګډولو د ځوانانو پر ذهنيت بده اغېزه كړې، خو مسوول چارواكي نه يوازې په دې برخه كې كلك اقدامات نه كوي، بلكې په اكثره ودونو كې يې سيل ته هم ناست وي:((چا ته وايې چې دا بند كړه، دوى خپله ورته ناست وي، دا هلكان له پاكستانه سالونونو ته راوستل كېږي، ګډېږي او دوى يې په بې شرمۍ ننداره كوي.))

اقبال زياتوي چې د هلكانو د نڅولو مجلسونو اوس له ښاره كليو او ولسواليو ته هم غځېدلي او په پراخه کچه په کې سیمه ییز امنیتي چارواکي او نور مشران ګډون کوي.

د اقبال په خبره، د كندهار په ودونو او نورو مراسمو كې ګډېدونكي هلكان خپل دلالان او ځانګړي دفترونه هم لري:(( خلك فرمايش وركوي او بيا دوى له شمالي ولايتونو يا د پولې له پورې غاړې له كويټې څخه هلكان په پيسو رااړوي او هغوى تر سبا نڅېږي.))

د كندهار د اطلاعاتو او فرهنګ مسوول چارواكي هم مني چې کندهار ښار او ولسوالیو ته د خوښیو د مراسمو لپاره په كرايه له پاكستانه هلكان راوستل كېږي او نڅا ته يې ډېر خلك راټولېږي، خو په خبره يې دوى چې له كومې داسې پېښې خبر شوي؛ نو سمدستي يې امنيتي مسوولينو ته راپور وركړى دى.

د كندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس دواخان مينه پال په دې اړه وايي:(( دا يو ناوړه عمل دى، اوس چې دود شوى، مخنيوى يې د امنيه قومندانۍ او جنايي جرمونو پر وړاندې د مخنيوي ادارې كار دى. ما په دې برخه كې خپل مسووليت ادا كړى او هر وخت چې ترې خبر شوى يم، امنيتي مسوولين مې خبر كړي دي .))

بلخوا د كندهار امنيه قومندانۍ وياند ضيا دراني له كليد سره په خبرو كې ويلي، دوى به د رقاصانو او په ودونو كې د هلكانو د نڅا د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وكړي:(( زموږ دريځ روښانه دى. كه هر څوك مو په دې تړاو ونيو؛ نو قانوني چلند به ورسره كېږي.))

دا په داسې حال كې ده چې كندهار كليد راډيو په دغه ولايت كې د واده د مراسمو داسي انځورونه هم تر لاسه کړي چې هلكانو په يو سالون كې د ښځو جامې اغوستي، نڅېږي، خو پوليس يې نندارې ته ناست دي او چکچکې ورته وهي.

له ضيا دراني سره مو دا خبره هم شريكه كړه، خو هغه په ټينګار وويل چې دا د امنيتي ځواكونو د بدنامۍ لپاره یوه هڅه:(( دا خبره زه په كلكه ردوم چې پوليسو يا سرحدي ځواكونو دې په دا ډول ناوړه محفلونو كې ګډون كړى وي، دا د پوليسو د بدنامولو يوه هڅه ده.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA