د غور ولایت په مرکز فېروز کوه کې د نجونو د یوه ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د پوهنې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، د آهنګرانو د منځني ښوونځي نوې ودانۍ د یونیسف موسسې په
د غور ولایت په مرکز فېروز کوه کې د نجونو د یوه ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پوهنې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، د آهنګرانو د منځني ښوونځي نوې ودانۍ د یونیسف موسسې په مرسته د جاپان هېواد د ۱۳۰ زره ډالرو په مالي لګښت جوړه شوې ده.
خبرپاڼې زياه كړې، د ښوونځي نوې ودانۍ ۸ درسي ټولګي، ۳ اداري خونې او نورې اړینې ښوونیزې اسانتیاوې لري، چې په یوه وخت پکې ۴۰۰ زده کوونکي زده کړې کولای شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


