ads

اصلاحات باید افغانستان شموله وي

هرات ته د جمهور رئیس اشرف غني احمدزي په مشرۍ د جګپوړي حکومتي پلاوي د سفر په ترڅ کې پیل شوي اصلاحات چې د څو لوړپوړو چارواکو له بر طرفۍ سره مله وو، د دغه ولایت د سیمه ییز حکومت پر جوړښت کلک ګوزار او د پاتې نورو چارواکو پښې یې ولړزولې.     هرات […]

نویسنده: TKG
16 مرغومی 1393
اصلاحات باید افغانستان شموله وي

هرات ته د جمهور رئیس اشرف غني احمدزي په مشرۍ د جګپوړي حکومتي پلاوي د سفر په ترڅ کې پیل شوي اصلاحات چې د څو لوړپوړو چارواکو له بر طرفۍ سره مله وو، د دغه ولایت د سیمه ییز حکومت پر جوړښت کلک ګوزار او د پاتې نورو چارواکو پښې یې ولړزولې.

 

 

هرات ته د جمهور رئیس اشرف غني احمدزي په مشرۍ د جګپوړي حکومتي پلاوي د سفر په ترڅ کې پیل شوي اصلاحات چې د څو لوړپوړو چارواکو له بر طرفۍ سره مله وو، د دغه ولایت د سیمه ییز حکومت پر جوړښت کلک ګوزار او د پاتې نورو چارواکو پښې یې ولړزولې.

د ډېری ارګ مېشتو په ګمان، د جمهور رئیس احمدزي له لوري دا ګام د اداري اصلاحاتو او د فساد او ناامنۍ د پراخې لمنې د ور ټولولو لپاره ترسره شوی دی. خو د دې اقدام په اړه چې ایا مثبتې پایلې به ولري لا هم شکونه پر خپل ځای دي.

د اندېښنې او پوښتنې وړ خو دا ده چې دغسې اقدامات تر کومې کچې دقیق  او تر یوې سمې او کره ارزونې وروسته اعمال شوي دي. ځکه دا ډول اقدامات تر دې مخکې هم ترسره شوي، خو بې له دې چې په منصفانه او عادلانه توګه پر یوه محور وڅرخېږي، تر ډېره په غلووونکي توګه ترسره او د خلکو په سترګو کې خاورې شیندل شوې دي.

د کابل بانک دوسیه زموږ د دغې ادعا د اثبات لپاره تر ټولو ښه او روڼ مثال دي؛ داسې دوسیه چې د افغانستان په کچه یې د اختلاس او درغلۍ لاسونه تر شا تړلي او د ملي وحدت حکومت د لومړني اصلاحي حرکت او اقدام په توګه تر لاسه لاندې ونیول شوه. خو دا اقدام بې له دې چې خپل مطلوب پای ته ورسېږي، نمایشي بڼه خپله کړه، نه اداري فساد ورسره کم شو او نه هم حکومت په دې وتوانېد چې غلا شوې او وهل شوې پیسې بیرته راوګرځوي.

بله مسئله چې په دې برخه کې د ډېر تامل وړ ده، هغه دا ده چې ایا په هرات ولایت کې اخستل شوی اصلاحي ګام، د حکومت له لوري د افغانستان شموله او مستمر اصلاحي ګامونو لړۍ ده، یا دا چې دا هم یو نمایشي اقدام دی چې د حکومتي چارواکو د مقطعي عواطفو او احساساتو ښکارندويي کوي؟

دلته دا پوښتنه هم مطرح ده چې ایا په هرات کې اخستل شوي اصلاحي ګامونه، د حکومت له نورو ارکانو او لوریو سره چې د واک او قدرت دعوې کوي په همغږۍ ترسره شوي او که نه؟ دا پوښتنه ځکه مهمه ده چې د حکومت هر فاسد عنصر په یو ډول ځان له یوه لوري سره تړلی بولي او کله چې پر هغوی فشار راوړل کېږي، ممکنه ده چې د فساد ملاتړ کوونکي لوري هم ورسره ولړزي او بالاخره د حکومت په دننه کې د بحران او کشمکش زمینه برابره کړي.

په دې کې هېڅ شک نشته چې په قدرت کې د وابسته فاسدو عناصرو پرضد مبارزه د حکومت لپاره مهمه ده، خو د دغو ګامونو پورته کول د دې غوښتونکي دي چې اوسنۍ برحاله حکومت په دې وتوانېږي چې له اړین اقتدار څخه برخمن او په ټولو برخو کې کافي اختیارات ولري.

په داسې حال کې چې د حکومت اصلي ستنې رېږدي او په مخکې یې ډېر خنډونه دي او د کابینې جوړېدل د واکمنو لوریو ترمنځ د کشمکش په سرچینې بدله شوې او ډېری بنسټونه ځانونه خودمختاره ګڼه، څنګه به ممکنه وي چې په ولایتونو کې دې اخستل شوي ګامونه موثر او اغېزناک تمام شي.

بیا هم په ټینګار سره پوښتو چې ایا په هرات ولایت کې اعمال شوي اصلاحات د حکومت له لوري ټولیز او افغانستان شموله اصلاحات او یوه سنجول شوې پروسه ده چې ټول افغانان د اساسي اصلاحاتو تر عنوان لاندې ورته خوشبین پاتې شي او خپلې ورپورې وتړلي، یا دا چې دا هماغه مقطعي ګام دی چې د فردي احساساتو پر بنیاد پورته شوی او کومه څرګنده او محسوسه پایله به ونه لري.

که چېرې پوښتنه د لومړۍ زاویې له اړخه وارزوو، باید ووایو چې دا اقدام د بسنې وړ نه دی، باید په ډېر دقت او تعمق په نورو بنسټونو کې هم پلی شي. خو که چېرې د هراتي چارواکو بر طرفي د یوه همغږي حرکت په قالب کې نه وي ترسره شوې، نه یې پر عدلي تعقیب باوري کېدای شو او نه د ښې حکومتدارۍ تمه کولای شو، ځکه دا به فقط او فقط د سرپرستۍ د تداوم یوه لوبه وګڼل شي چې له وزیرانو تر والیانو، ولسوالانو، رئیسانو، امنیه قومندانانو او نورو د غځېدو په حال کې ده.

په وروستي تحلیل کې، د جمهور رئیس له لوري هر ډول اصلاحي اقدام، بې له دې چې لازمه حکومتي واکمني رامنځته شي، نه یوازې دا چې اوږدمهالې اغېزې به ونه لري، بلکې امکان لري چې په ځینو مواردو کې حساسیتونه هم راوپاروي او وضعیت نور هم پاروونکی کړي.  بنا باید ووایو چې په حکومتي جوړښتونو کې هر ډول اصلاحات چې اعمالېږي، باید د یوه سنجول شوي، منظم او هماهنګ سیاست په رڼا کې ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA