په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت په برخه کې د چین له خوا پیل شوې هڅې، که چېرته د ځینو اړخونو له خوا وخت نه د ځان په ګټه کارولو ناوړه نیت په کې نه وي، هیله بښونکي ښکاري.
په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت په برخه کې د چین له خوا پیل شوې هڅې، که چېرته د ځینو اړخونو له خوا وخت نه د ځان په ګټه کارولو ناوړه نیت په کې نه وي، هیله بښونکي ښکاري.
په قطر کې د طالبانو د دفتر له بیا پرانستې سره سم، چين ته د طالبانو د یوه پلاوي د تګ خبره هم راپورته شوه. ویل کېږي چې د طالبانو یو پلاوی د قاري دین محمد حنیف په استازیتوب چې په دوحه کې د طالبانو د دفتر مشري کوي، د تېر نوامبر په میاشت کې چین ته تللی و او له چینایي لوري سره يې په دې خبرې کړې چې څرنګه د اسیا دغه زبرځواکى هیواد کولای شي د نوي افغان حکومت او دوی تر منځ د سولې په برخه کې منځګړیتوب وکړي. طالبانو هم چين ته د خپل استازي تګ تاييد کړی دی.
چين چې له څو وروستیو کلونو راپديخوا په افغانستان کې د پانګونې پوره لېوالتیا څرګندوي او خپل امنیت ورته ډېر ارزښت لري، د افغان سولې لپاره یو لړ ګامونه اوچتوي.
ويل کېږي چې چين د حامد کرزي په وخت کې هم ورته هڅې کړي، خو هغه وخت يې د خپلو دغو هڅو د رسنیز کېدو پلوی نه و.
د تازه رپوټونو په حواله چین، پاکستان، افغانستان او د طالبانو لوری څلور اړخیزې مذاکرې پیلوي څو په افغانستان کې او یادو دوو ګاونډیو هېوادونو ته د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د متوجه کیدونکو نویو ګواښونو مخه ډب کړي.
د چین وېره دا ده چې هسې نه د ناټو د جنګي ماموریت له پای ته رسېدو سره سم طالبان او نورې سختدریځې ډلې، چې د طالبانو له نامه ګټه پورته کوي، د دوی او افغانستان ترمنځ د شین جین څه نا څه ناکراره سیمې نورې هم نا امنه کړي.
دا لړۍ د استامبول له پروسې څخه جلا یو نوی پیل ښودل شوی چې په کې یوازې طالبان، پاکستان، افغانستان او چین برخه لري.
اوس چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو جنګي ماموریت پای ته رسېدلی، د سیمې په کچه د ناامنیو د خورېدو وېره تر پخوا زیاته شوې او چين یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له دې اړخه ډېرې اندېښنې لري.
که څه هم افغان دولت لا په دې برخه کې څه نه دي ویلي خو په عام ډول افغانان هغو هڅو ته چې په رښتني ډول په افغانستان کې د سولې او ثبات د راګرځېدو سبب شي، هرکلی وايي. د سولې د هڅو په برخه کې د رښتينولۍ هیله ځکه کېږي چې تر دې پخوا هم ورته هڅې شوې او بې پايلې پآتې شوې دي.
ډېری افغانان په دې باور دي چې ډېر ځله پاکستاني لوری له وخت نه د ګټې اخستنې په پلمه ځينې داسې حرکتونه کوي چې په سر کې يې د دغه هیواد استخباراتي شبکې شاملې وې. اوس هم یو شمېر افغانان چې دغه اقدام ته ډېر خوشبینه نه ښکاري ښايي يوه وجهه يې همدا وي. د پخواني جمهور رییس ویاند ایمل فیضي يوې رسنۍ ته ویلي دي چې تل د دغسې هڅو تر شا د پاکستان استخباراتي شبکه یا ای اس ای وه. د هغه په وينا د تېرو کلونو په ترڅ کې د طالبانو پلاوي د پاکستان د استخباراتو په وسيله ځينو هېوادونو ته بيول شوي چې يو له هغو څخه يو هم چين دى.
فيضي وويلي چې د نوامبر په مياشت کې او له دې څخه مخکې چين ته د طالبانو سفرونه د پاکستان استخباراتو برابر کړي وو او دغه سفرونه د پاکستان د استخباراتو د چارواکو په مشرۍ تر سره شوي دي.
د دې نظر پلویان په دې باور دي چې پاکستان دا ډول هڅې له چين نه د امتیاز اخستلو په نیت ترسره کوي.
خو د دې نظر منتقدین بیا وايي چې له پخوا څخه حالات یو څه بدل شوي دي او تر ډېره د طالبانو له خوا د جنګ پلمه هم ختمه شوې ښکاري. د دوی په باور هغه وخت بهرني ځواکونه په افغانستان کې جنګېدل او اوس د دې هیواد ټول امنيت افغان ځواکونو ته لېږدېدلی او د امریکا جمهور رییس اوباما هم افغان جګړه ختمه بولي او له خپل لوري يې د جګړې مسوولانه ختم ګڼي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


