په قبايلي سيمې اورکزۍ اېجنسۍ كې تېره ورځ ناوخته د واليبال په لوبغالي کې د چاودنې له كبله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. ځايي امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې د کوز اورکزۍ ايجنسۍ مرکز ته نږدې په کلايه نومې سيمه کې د واليبال په لوبغالي كې د لوبې پر مهال بمي
په قبايلي سيمې اورکزۍ اېجنسۍ كې تېره ورځ ناوخته د واليبال په لوبغالي کې د چاودنې له كبله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ځايي امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې د کوز اورکزۍ ايجنسۍ مرکز ته نږدې په کلايه نومې سيمه کې د واليبال په لوبغالي كې د لوبې پر مهال بمي چاودنه شوې، چې په پايله كې يې لږ تر لږه ٤ تنه وژل شوي او ٨ نور ټپيان دي.
د دوى په وينا، داسې برېښي، چې چاودېدونکي توكي له وړاندې په لوبغالي کې ځاى پرځاى شوي او د ريموټ کنټرول په وسيله الوځول شوي دي.
چاودنه د واليبال د لوبې پر مهال شوې، چې ګڼ شمېر ځوانان يې ليدو ته ورغلي وو.
ياده دې وي، چې د ۲۰۱۰ ميلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه هم د خيبر پښتونخوا ايالت د لکي مروت ښار د شاه حسن خېلو په سيمه کې د واليبال لوبې پر مهال ځانمرګى بريد شوى و، چې ۱۰۵ تنه په کې وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپيان شوي وو.
د دې چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


