ads

داعش ۸۰ عراقي ځوانان تښتولي

داعش وسله والې ډلې د عراق په ختيځ تکریت ښار کې ۸۰ عراقي ځوانان تښتولي دي. د عراق د صلاح الدین ایالت یو چارواکي د العالم تلویزوني شبکې ته ویلي، چې تښتول شوي ځوانان د العبید قبیلې اړوند بلل کیږي. داعش وسله والې ډلې د عراق په ختيځ تکریت ښار کې ۸۰ عراقي ځوانان تښتولي […]

نویسنده: TKG
15 مرغومی 1393
داعش ۸۰ عراقي ځوانان تښتولي

داعش وسله والې ډلې د عراق په ختيځ تکریت ښار کې ۸۰ عراقي ځوانان تښتولي دي. د عراق د صلاح الدین ایالت یو چارواکي د العالم تلویزوني شبکې ته ویلي، چې تښتول شوي ځوانان د العبید قبیلې اړوند بلل کیږي.

داعش وسله والې ډلې د عراق په ختيځ تکریت ښار کې ۸۰ عراقي ځوانان تښتولي دي.

د عراق د صلاح الدین ایالت یو چارواکي د العالم تلویزوني شبکې ته ویلي، چې تښتول شوي ځوانان د العبید قبیلې اړوند بلل کیږي.

یاد چارواکي همدا راز پرون یکشنبه د عراق سومریه نیوز شبکې ته هم تایید کړې، چې داعش وسله والې ډلې وروسته له هغې دغه ځوانان اسیران کړل، چې د تکریت پر اربیضه سیمې یې یرغل یووړ.

د راپورونو له مخې داعش وسله والې ډلې نیول شوي کسان نا معلوم لورې ته انتقال کړي دي.

داعش یا اسلامي حکومت په نوم وسله والې ډلې د عراق او سوریې ډېری سیمې پخپله ولکه کې راوستي او په نیول شویو سیمو کې يې اسلامي خلافت اعلان کړی دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA