د پاکستان د کورنيو چارو وزير وايي، چې په دې هېواد کې د ترهګرو پر ضد جوړېدونکې ځانګړې پوځي محکمې د سياسي شخصيتونو لپاره نه، بلکې د هغو ترهګرو لپاره دي، څوک چې د دوي پر جوماتونو، بازارونو، ښوونځيو، ښځو او ماشومانو بريدونه کوي.

د پاكستان حكومت پرېكړه كړې، چې د دې هېواد په اساسي قانون او د پوځ په صلاحيتونو کې تعديل راولي، ترڅو د تروريزم مشکوکو کسانو ته ځانګړې محکمې جوړې کړي او ژر تر ژره د خپلو اعمالو سزا وويني.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثارعلي خان تېره ورځ په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل، حکومت به يې د ترهګرۍ په ضد د هغې ملي کړنلارې د عملي کولو لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي، چې د پاکستان د ټولو سياسي ګوندونو د مشرانو له خوا منل شوې ده.
نوموړي زياته كړه، چې ځانګړې پوځي محکمې به يوازې د دوو کلونو لپاره وي او دا به د سياسي شخصيتونو، ژورنالېستانو، سوداګرو او د ټولنې د نورو وګړو پر ضد نه،بلکې يوازې د ترهګرو پر ضد کارېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ