ads

لغمان كې يوه ټولګټې پروژه بشپړه شوه

د لغمان ولايت په مركز مهترلام كې د ۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړه شوې ټولګټې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د لغمان له مطبوعاتي دفتره كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې د مهترلام ښار دننه له محمد رحیم چوک څخه تر الیشنګ هډې پورې د قیر د لغمان ولايت په […]

نویسنده: TKG
14 مرغومی 1393
لغمان كې يوه ټولګټې پروژه بشپړه شوه

د لغمان ولايت په مركز مهترلام كې د ۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړه شوې ټولګټې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د لغمان له مطبوعاتي دفتره كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې د مهترلام ښار دننه له محمد رحیم چوک څخه تر الیشنګ هډې پورې د قیر

د لغمان ولايت په مركز مهترلام كې د ۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړه شوې ټولګټې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د لغمان له مطبوعاتي دفتره كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې د مهترلام ښار دننه له محمد رحیم چوک څخه تر الیشنګ هډې پورې د قیر سرک پروژه چې چارې یې د اتو میاشتو په موده کې سرته رسیدلې وې نن د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي او نورو دولتي چارواكو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د خبرپاڼې په وينا، دغه سړك ۱۶۰۰ متره اوږدوالى، ۱۳ متره پلنوالى او دواړو خواو ته ۸ متره پلې لارې لري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې د دغې پروژې لګښت چې ټولټال ۴۶ میلیونه افغانۍ كيږي د مهترلام ښاروالۍ لخوا وركړل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA