ads

د افغانستان د كركټ ملي لوبډله عربي اماراتو ته لاړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د کرکټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په هدف د سکاټلنډ او ايرلنډ په وړاندې د څلورو نړيوالو يو ورځنيو لوبو د ترسره كولو لپاره پرون متحده عربي اماراتو ته لاړه. د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د کرکټ د يو ورځنيو لوبو […]

نویسنده: TKG
14 مرغومی 1393
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله عربي اماراتو ته لاړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د کرکټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په هدف د سکاټلنډ او ايرلنډ په وړاندې د څلورو نړيوالو يو ورځنيو لوبو د ترسره كولو لپاره پرون متحده عربي اماراتو ته لاړه.

ملي لوبډله به د خپل سفر په ترڅ کې دوه نړيوالې يو ورځينۍ سيالۍ د سکاټلنډ او دوه نورې د ايرلنډ ملي لوبډلو په وړاندې د روانې جنورۍ مياشتې په ۸ مه، ۱۰مه، ۱۴مه او ۱۷مه نېټه ترسره کړي.

د كركټ د ملي لوبډلې مشر روزونکي انډري مولز  وايي، چې دا لوبډله ښه چمتووالي لري او ټول ټاکل شوي لوبغاړي به د دغو سياليو په ترڅ کې له توقع سره سم، ښې وړتياوې له ځانه وښيي.

ټاکل شوې ده، چې د کرکټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سيالۍ د ۲۰۱۵م کال په فبرورۍ مياشت كې پيل او په اسټراليا او نيوزيلانډ کې ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA