د خیبر پښټونخوا په قبایلي سیمه مومند ایجنسۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۳ سرتیري ټپیان كړي دي. د پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ چاودنه نن سهار د مومند ایجنسۍ بایي زي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو کتار له
د خیبر پښټونخوا په قبایلي سیمه مومند ایجنسۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۳ سرتیري ټپیان كړي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ چاودنه نن سهار د مومند ایجنسۍ بایي زي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو کتار له سيمې د تېریدو په حال کې و.
په ورته وخت کې نن سهار د بلوچستان ایالت یوشمېر سیمو کې د وسله والو او حکومتي سرتېرو تر منځ سختې نښتې شوي، چې له امله یې په سیمه کې د مبایل خدمتونه ځنډول شوي او سرتيري هڅه کوي، چې سیمه کې خپلو چاڼیزو عملیاتو ته دوام ور کړي.
تر اوسه د دواړو پېښو مسولیت چا پر غاړه نه دی اخستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


